دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 142339
تښه پیاله چی آواز ورکوی...
محمد بن سلمان؛ د سعودی دفاع وزیر او ولیعهد ځایناستۍ، د ایران سره مخامخ مذاکره رد کړی او ددی هیواد حکومت تورن کړی دی چی پر مسلمان هیوادونو باندی د تسلط پیدا کولو په هڅه کی دی تر څو امام مهدی(عج) ظهور لپاره زمینه برابره کړی.
بن سلمان ویلی دی: څنګه د هغوی سره خبری اتری وکړو؟ د هغوی منطق دادی چی مهدی صاحب الزمان به راسی او هغوی باید د هغه د ظهور لپاره زمینه برابره کړی او باید د اسلام نړۍ تر سلطی لاندی راولی.
محمد بن سلمان ادعا کړی دی چی سعودی ائتلاف ځواکونه کولای سی د انصارالله او علی عبدالله صالح وفادار ځواکونه او مبارزه کوونکی په یمن کی د څو ورځو په ترڅ کی له منځه یوسی.
دا سعودی قدرتمنده شاهزاده، ددی مفتضح موضع ګیریو سره شکاره کړی دی چی د سعودی عربستان او ایران ترمنځ جاری اړیکو مشکلات او خنډونه، تاریخی او ایدئولوژیک ریشی لری او یواځی په تهران کی د عربستان سفارت باندی برید او... څخه نه دی.
سعودی شاهزاده شکاره کړی دی چی سعودی عربستان په ټوله توان سره هڅه کوی چی د اسلام په نړۍ کی په ټوله توان سره د شیعه او سنی ترمنځ تفرقه رامنځته کړی؛ ځکه چی داسی فکر کوی چی د حضرت ولیعصر (عج) ظهور د طاغوتی او د اسلام په نړۍ کی لاس کښیناستول سوی استعمار ته یو ګواښ دی او هغه وخت چی ظهور رامنځته سی، د ظلم او ستم بساط چی نن د سعودی له خوا د اسلام نړۍ او مسلمانانو او د شیعه او سنی ترمنځ د تفرقی رامنځته سوی دی، د همیشه لپاره به له منځه ولاړ سی او پر مسلمانانو باندی مسلط فسیلونه به د همیشه لپاره د تاریخ زباله دانی ته واچول سی.
د سعودی شاهزاده صریح خبرو ته په کتو سره، د عربستان او نرو ملتونو لکه یمن تر سوریی او عراق او... ترمنځ جنګ د ایران او عربستان ترمنځ جنګ د اسلام نړۍ مشرتابه لاسته راوړلو لپاره نه دی. دا جنګ د شیعه او سونی ترمنځ هم نه دی بلکه د حق او باطل ترمنځ جنګ دی او دا جنګ په تاریخ کی ریشه لری.
سعودی عربستان نه غواړی د چی امام مهدی(عج) ظهور رامنځته سی؛ ځکه په هغه صورت کی نړۍ د عدل او عدالت څخه ډکیږی، اسلام نړیواله کیږی او د کفر او صهیونیزم او د هغه مزدورانو لمن به ټول سی چی د مسلمانانو پر سرنوشت باندی ستمکارانه عمل کوی.
بن سلمان رښتیا ویلی دی. نه سو کولای چی د حق او باطل ترمنځ کوم نسبت برقراره کړو ځکه چی د حق او باطل ترمنځ پخلاینه د تاریخ په هیح مرحله کی نه دی رامنځته سوی او اوس هم څوک دا هیله نه لری چی د تاریخ د جریان برخلاف داسی څه رامنځته سی.
بن سلمان په دی موضع سره چی ظاهرآ ایرانی ضد موضع نیونه ده او په شکاره ډول سره د اسلام پر ضد موضع نیونه ده، د اسلام نړۍ یو اساسی مهم اعتقاد که څه هم ټول الهی ادیان انکار کړی دی او د هغه سره مبارزی لپاره وتلی دی.
دا همغه ځای دی چی وایی: تښ پیاله چی افغان غږ خبری آژانسز ورکوی/ خپله خپل صفت ادا کوی.
بن سلمان، په دی موضع نیونی سره، خپل صفت ادا کړی او ځان رسوا کړی دی او شکاره کړی دی چی اسلام ته نه د شیعه له لحاظه او نه هم د سنی له لحاظه، باور نه لری؛ ځکه چی اهل سنت هم د مهدی پر ظهور باندی باور لری چی د آل محمد(ص) څخه دیو شخص په حیث د تاریخ په اخیر کی، باور لری او د هغه څخه لوړ، د منجی یا مهدی ظهور یو مشترک باور د بیلابیلو آسمانی ادیانو کی دی.
په دی سره، بن سلمان د منجی د ظهور په وړاندی دریدلی دی تر څو د باطل جریان څخه په نمایندګی سره، حق مصاف ته ولاړ سی، له دی لید څخه، د سعودی رژیم دفاع وزیر ابراز نظر، یو ایرانی ضد موضع نیونه نه ده بلکه یو اسلامی ضد موضع نیونه او د دین پرضد دی.
لیری خبره ده چی بن سلمان ونه پوهیږی چی یواځی ایرانیان او شیعیان نه بلکه ټول مسلمانان په دی باور دی چی مهدی راځی او نړۍ تر خپل تسلط لاندی راوړی؛ خو هغه ددی باور او اعتقاد په نسبت ورکولو سره و ایرانیانو ته یوځل بیا هڅه کړی دی چی د شیعه او سنی ترمنځ بیلوالی رامنځته کړی او په دی سره، د اسلام یو پارچه بدن متلاشی کړی او د هغه هر برخه د بل برخی په وړاندی قرار ورکړی؛ خو دهغه دا خبری، د هغه صف هم د شیعیانو څخه او هم د سنیانو څخه او د ټولو مسلمانانو څخه بیل کړی دی او شکاره کړی دی چی د آل سعود ماموریت، د اسلام اساسی اعتقاداتو سره مخالفت دی.
https://avapress.com/vdchxinzw23nkxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته