د راپورونو له مخې، پاکستان د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مرستیال ملا عبدالغني برادر له بنده خوشی کړی دی.
په پاکستان کې باخبره سرچینې ځایي رسنیو ته ویلي، چې ملا براد د قطر حکومت په غوښتنه له بنده خوشی شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې د قطر حکومت یوه لوړپوړي پلاوي په وروستیو کې پاکستان ته سفر کړی و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي....