نجیب دانش د داخلی وزارت ویاند دفتر سرپرست د آوا و خبرګزاری ته وویل: په سینمایی پامیر کی چاودنه یو مقناطیسی بوم وو چی د پولیسو پر یو رنجر باندی چاودی دی او په دی چاودنه کی دری تنه ټپیان سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د سینمایی پامیر په سیمه کی د ۸ بجو په شاوخوا دا پیښه رامنځته سوی دی.
سینمایی پامیر د کابل یو ګڼ نفوسه ښارونو څخه دی چی په ورځ کی په زرهاوو تنه پکښی تیر او راتیریږی.
دا په داسی حال کی دی چی نن ماسپښین یو انتحاری کوونکی چی خارجی ځواکونو باندی د برید نیت درلود، انتحاری برید باندی بریالی نه سول او خپل ماین په واسطه ووژل سو.