بريد د مالي په شمال ګاو سیمه کې رامنځ ته شوی دی.
روئيټر اژانس د ځینو سرچینو له قوله ویلي، په چاودنه او وسله وال برید کې دوه فرانسوي پوځیان وژل شوي دي.
يوه سیمه ييزه سرچینه وايي، په چاودنه کې د فرانسې د پوځ دوه پوځي ګاډي په بشپړه توګه ویجاړ شول.
موټر بم چاودنه او وسله وال برید د فرانسې او مالي د پوځیانو په یوه ګډ کاروان ترسره شوی ، په دې پېښه کې د مالي پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فرانسې پوځ تراوسه د خپلو پوځیانو وژل کېدل نه دي منلي، خو ویلې دي چې په برید کې يې پوځیان ټپیان شوي دي.
د مالي یوه چارواکي ویلي، په پېښه کې له ۴ تر ۸ پورې فرانسوي پوځیان ژوبل شوي دي.
د یادونې وړ ده، فرانسې په ۲۰۱۳ کال کې پر مالي یرغل وکړ او دا هيواد يې اشغال کړ، له هغه راهیسې سیمه کې جهادي تنظیمونه د فرانسې د اشغالګرو پوځیانو او د هغوی د ګوډاګیانو پر وړاندې مقاومت پر مخ بیايي.