دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 281493
اوچا: په نړۍ کې د شنو خونو د ګازو په تولید کې د افغانستان ونډه ۰.۰۸ سلنه ده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، سره له دې چې افغانستان د اقلیم د بدلون له امله سخت زیانمن شوی، خو د نړۍ د شنو خونو ګازونو یوازې ۰.۰۸ سلنه تولیدوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن یکشنبه (قوس ۱۲مه) اوچا په ایکس پاڼه کې یوه مقاله خپره کړې او ویلي یې دي چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله سخت ځپل شوی، خو تر ټولو لږ مسوولیت لري.

اوچا زياته کړه، سره له دې چې افغانستان د اقليمي بدلون له امله سخت زيانمن شوى، خو د نړۍ د شنو خونو ګازونو يوازې ۰.۰۸ سلنه توليدوي.

اوچا وویل چې موږ باید د اقلیم د بدلون لپاره د "یوازې حلونو" لپاره متحد شو او د هغو هیوادونو ملاتړ وکړو چې د زیان مننې په سر کې دي.

په همدې حال کې د کوپ ۲۸ په نوم د ملګرو ملتونو د اقلیم کنفرانس نن د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې دوام لري.

په دې کنفرانس کې یو له مهمو بحثونو څخه د شنو خونو د ګازو د استعمال کمول دي.

که څه هم افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د اغیزمنو هیوادونو په شپږمه کتګورۍ کې دی، خو د افغانستان له لوري هیڅ استازی دې غونډې ته نه دی بلل شوی.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو د اقلیم د بدلون په ۲۸ کنفرانس کې د افغانستان د استازي د نه ګډون په غبرګون کې د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته ویلي چې دا اقدام د افغانانو د چاپېریال له حقونو او مالي امکاناتو د محرومولو په معنا دی. ده زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو مسئله له سیاست سره یوځای کوي.
https://avapress.com/vdccosqi12bq408.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته