دخپریدو نیټه :شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۰۱
د مطلب کود : 66292
ایساف: په تېرو څو میاشتو کې ۱۵۰۰ تنو ملکیانو د طالبانو له خوا مرګ ژوبله اوښتې ده
آيساف وایي، د روان میلادي کال په تیرو څه کم پڼځو میاشتو کې ۱۵۰۰ ملکي وګړي په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو له خوا ټپي یا وژل شوي دي.
آيساف ځواکونو نن په یوي مطبوعاتي اعلامیه کي وویل، چې د کابل د تیرې ورځې او د بغلان د انتحاري حملو اکثره قربانیان هم ملکي کسان دي.
اعلامیه د آیساف د عمومي جنرال جوزف ډڼفورډ له خولي لیکي، چې وسله وال مخالفین د ملکي وګړو د وژنې اصلي لاملین دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcciiqe.2bqeo8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته