دخپریدو نیټه :شنبه ۱ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 49228
له کور نه نجونو تیښته له اسلامي فرهنګ او کلتور سره اړخ نه لکوي
په خواشني سره باید ووایو چې ځینو نجونو ته داسې تلقین شوي چې د پلار له خوا دکوژدن عقد او نور شرعي دودونه غیر منطقي دي او له انساني حقونو څخه هم محروم دي چې دا ډیر غلط نظر او تلقین دی.
له لس کلونو رت پدېخوا د نړیوالې ټولنې او په سرکې د امریکا شتون دخلکو په تفکراو کړو وړو کې په تیره بیا د افغانستان دخلکو په دیني او فرهنګي ارزښتونو او باورونو کې شکونو وارد کړي دي.
اسلام دژوند په ټولو برخو په تیره بیا دودونو او کورنیو په تشکیل کې دقیق پلانونه او دکورنیو دسلامتیا دساتنې لپاره یې دځواکونو نجونو ودونه په پلرو بورې اړوند کړي دي.
د سیاسي او دیني چاروکارپوه«احمد شاه احمدزيپدې اړه وویل: لودیځوالو زمونږ دهیواد دنجونو داسې تلفین کړي چې هفوﺉ قید او په بندیخانه کې دي او په دبشپړ ډول له خپلو حقونو څخه محرمې دي. 

دهغه په باور، له حقیقت نه لیري خبرې او هم دپردو فرهنګونو له لوري بد تبلیغ په افغاني کورنیو کې دډیر بدو تاوتریخوالي لامل ګرځیدلي او ډیری له ځان نه نا خبري ځوانې نجونې په خپل سرکوژدن خپل مشروع حق ګڼي. 

احمدزي له کورنه دځینو نجونو دتیښتې دشرعي حکم په اړه وایي: د جرم د ارتکاب په بنسټ حکم هم توپیرلري که د نامشروع فعل مرتکب شوي نه وي، مسلمآ دهغوﺉ جزاء په هم درنه نه وي خو دغیر شرعي اعمالو د ارتکاب په صورت کې، دهیواد داسلامي احکامو او اساسي قانون له مخې حکم پلي کیږي.
هغه څرګنده کړه: په خواشني سره باید ووایو چې ځینو نجونو ته داسې تلقین شوي چې د پلار له خوا دکوژدن عقد او نور شرعي دودونه غیر منطقي دي او له انساني حقونو څخه هم محروم دي چې دا ډیر غلط نظر او تلقین دی.
د احمدزي په باور: له کور څخه دنجونو ټیښته له اسلامي فرهنګ او دود دستور سره اړخ نه لګوي ځکه چې دا نظر او تلقین د کورنیو حیثیت تر سوال لاندې روالي او هم د کورنیو تود او کلک بنسټ سستوي.
هغه دخپلو خبرو په پای کې زیاته کړه: مسلمانې کورنۍ پام کوي چې د اسلام دښمنان د مسلمانانو د عقایدو په کمزوري کولو پسې دي او په اسلامي هیوادو کې یې د فساد او جنایت خپرولو ته مخه کړې پداسې حال کې چې دتاریخ په اوږدوکې مسلمانان له اخلاقي او فرهنګي فساد څخه پروته شوي خوله نفسيﺉ غوښتنو څخه یې زیان لیدلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4iq0.2bqoi8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته