دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۴۱
د مطلب کود : 50194
خلک دې، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په اندیښنه کې نه وي
د ملي دفاع د وزارت ویاند«جنرال ظاهر عظیمي» وایي: په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، د هیواد د امنیتي وضعیت په اړه، د دښمنانو له لوري ډیر تبلیغات کیږي چې دخلکو ترمنځ د ډیرې اندیښنې دپیدایښت لامل ګرځي. 

جنرال عظیمي، زمونږ د هیواد د وسله والو ځواکونو ۳۵۲ زره تنو شمیرې ته په اشارې سره له (افغان غږ خبری آژانس) اژانس سره د خبرو اترو په ترڅ کې څرګنده کړه: د بهرنیو ځواکونو ترتولو وروسته د امنیت د تامین لپاره له هیڅ ډول کمښت سره، چې د اندیښتنې وړوي، نه مخامخ کیږو. 

د ملي دفاع د وزارت ویاند: د پورتنې مطلب په پوره کولو کې یادونه وکړه: د افغانستان د وسله والو ځواکونو د بودجې د تمویل ځای، د شیکاګو په کنفرانس کې ځانګړي شوی او مشخص شوی دی او له بلې خوا ستراتیژیک تړونونه او توافقو نه له نورو هیوادو سره لاسلیک شوي دي، هریو زمونږ دملي اردو او امنیتي ځواکونو لپاره ځواکمن ملاتړی ګڼل کیږي. 

جنرال عظیمي څرګنده کړه: د افغانستان وسله وال ځواکونه،د اوضاع د کنترول قابلیت او ځواکمني لري او ددښمن د تهیدیدونو د دفع کولو او څپلو د ځواکمني لرونکي دي او داپداسې حال کې چې ددښمن په هغه اندازه تیت شوی او کمزوری شوی چې حتی د مقاومت توانایي نه لري. 

هغه ددې ټکي په بیانولو سره چې تر دری زرو د زیاتو شپنیو عملیاتو په بهیر کې چې د دولتي ځواکونو پوسیله په لار لویدلي دي، دپام وړ لاسته راوړنې پلاس راغلي ویې ویل: دملي اردو ځواکونه او نورو وسله وال ځواک په ټول هیواد کې هر ډول تهدید حضور او مقابلي لپاره تیاری لري. 

دملي دفاع د وزارت د رسنیو مقام زیاته کړه: د هیواد په سیاسي مطبوعاتي او رسنیزه فضایوه داسې څپه حاکمه شوې چې زمونږ دهیواد د خورا لویو لاسته راوړنو په نسبت منفي افغان غږ خبری آژانسزی ډیر ارزښتمن ګڼل کیږي او همدارنکه د نظرونو څرګندونې متعهدانه نه وي. 

جنرال عظیمي په امنیتي او سیاسي برخه کې د یو باتجربه او کار پوه شخص په عنوان، د هیواد د امینتي او ضاع په اړه څرګنده کړه چې د اندیښنې هیڅ ځای نه شته او اوضاع تر هغې ډیره ښه ده چې عام وګړي یې په اړه فکر کوي.
هغه زیاته کړه: د ملي اردو لمړني کڼدک د ۴۰۰ تنو په تشکیل په ۲۰۰۲ کال کې جوړ شو او اوس چې له هغه مهال څخه لس کلونو تیریږي، هیواد د ۱۹۰ زره تنو اردو لرونکي دی چې کولای شو یوه منجسمه منظمه او تعلیم یافته اردو وګڼو.
عظیمي څرګنده کړه: بنسټیزې ودانۍ د نفرو د اوسیدو لپاره د اړتیا په کچه جوړې شوي چې دملي اردو لپاره یومهم عنصر ګڼل کیږي، همدارنګه د سپکو وسلو په لحاظ او هم مجهزې او پرمختلیلې وسلې چې خپله نړیوال ځواکونه ترې استفاده کوي، په واک کې لرو او په پوره ډول د کورني امنیت د تامین په منظور مجهز شوي یو. 

جنرال عظیمي ټینګار وکړ: د ملي دفاع د وزارت په تشکیلاتو کې دننه، د کماندو یوه فرقه جوړه شوې چې کولای شو هغه د سیمې په کچه له خورا ښو ځواکونو څخه و شمیرو په تیره بیا د شپنیو عملیاتو په برخه کې.
دغه مسول مقام د هرات په ولایت کې د بنسټیزو ودانیو جوړولو او دهوایي ځواکونو تعلیم ته په اشارې سره څرګنده کړه، اوس هم د فوایي ځواکونو او زرهي وسایلو په لحاظ له کمښت سره مخامخ یو.
هغه ددې ټکي په بیانولو سره چې د کابل دولت، د شته ستونزو د لیرې کولو لپاره، له نړیوالي ټولنې سره د خبرو اترو په حال کې دې، د ولسمشر کرزي وروستیو خبرو ته اشاره وکړه او زیاته یي کړه: که چیرې امریکا او نړیواله ټولنه د افغانستان نطامي ځواکونه په درنو وسلو سمبال نه کړي، د کابل دولت به د اړتیا وسایل له نورو هیواد څخه پوره کړي. 

د ملي دفاع د وزارت ویاند څرګنده کړه: ملي اردو اوس مهال دومره وده کړې چې د«نوید» عملیات د ۱۸ میاشتو مودې لپاره، ددې ځواکونو پوسیله پرمخ ځي د ریاست او لارښودنې پلي کیدل به یې هم پخپله د دوﺉ په غاړه وي.
د ملي دفاع د وزارت ویاند ټینګار وکړ، پرنړیوالو ځواکونو باندې زمونږ د خپلو سر تیرو برید او پایه بل عبارت پر آسماني رنګونو باندې د شنو یرغل، د ډیرې اندیښنې وړدی، تردې چې خپله و لسمشر هم ددې پیښې په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړي دی. 

هغه دپورته مطلب د بشپړتیا په اړه زیاته کړه: د موضوع د حساسیت په خاطر تر اوسه د ملي امینت د شورا په درې غونډو کې د ولسمشر کرزي ددې پیښې په اړه بحص شوی چې دهغې اهمیت ښیي. 

هغه دخپلو(پرآسماني رنګو دشنو) یرغلونو د لایل ملي اردو په لیکو کې د دښمن د بهرنیو هیوادونو د استنحبارانو، او فرهنګي مسایلو نفوذ عنوان کړ.
ظاهر عظیمي زیاته کړه: د هیواد دملي دفاع او کورنیو چارو وزارت د ملي امینت د ریاست په مرسته یو داسي کړوندود جوړ کړی چې د رتیرو جریان لري او ښو پایلوته رسیدلي دي.
هغه، د پخوانیو مرحلو به نسبت د مسولیتونو د انتقال د څلورمې او بنځمې دورې د ستونزو پربنسټ د ملي دفاع د وزیر څرګندونه ته په اشارې سره زیاته کړه: د افغانستان وسله وال ځواکونه دا تیاري او پیاوړتیا لري څو د ۲۰۱۳ کال ترپای ته رسیدو وړاندې ټول مسولیتونه په غاړه واخلي او د ۲۰۱۴ کال ترپای پورې ددې موضوع د آزموینې لپاره یو کال وخت ولرو. 

جنرال عظیمي، د ملي دفاع د وزارت د نوي لارښود کار پیل ته په اشارې سره په پای کې وویل: هره تبدیلي چې په هره اداره کې پیښیږي، پالیسیانې او اداري مسیر بدلون نه مومي خو ټاکل شوو موخوته په دقیقه او بهتره توګه د رسیدلو لپاهر، په دولت کې به نوي روشونه منځته راشي، د هیواد نوي د ملي د فاع وزیر څو ورځي وروسته به خپل کاري لمړیتوبونه اعلان کړی چې ویلای شو د لارښود لوړوالی د ملي اردو ته ډیره پاملرنه دد وسایلو او ښوونې او روزنې لو همدارنګه له فساد سره مبارزه یې له لمړیوتوبونو څخه ګڼل کیږي.

سرچينه : دصدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgtq9n.ak9zy4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته