دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 50462
د افغانستان او سني بحران سيمه ايزودي
روسیه د افغانستان د اوضاع به اړه د انديښنى د ښودلو به ترڅ كۍ وايي چۍ مسكو، د افغانستان د بحران لپاره دسيمه ايزې حل لارې د موندلو په لټه كې دى او له پاكستان سره داړيكو د ښه والي لپاره هڅې هم پيل شوي دي. 

د افغانستان او پاكستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي(ضمير قبولف) د مسكو او اسلام آّباد ترمنځ ۴۰ كلنې دښمنۍ ته په اشارې سره وويل چې دې هيواد له پاكستان سره دخپلو اړيكو دښه والي لپاره هڅې پيل كړي دي. 

د نوموړي په وينا: دا اړيكي ت اوسه د افغانستان په ګټه هم نه وه او له همدې كبله روسيه غواړي چې له پاكستان سره دوستۍ له ليارې نوي مناسبات پياوړي كړي، خو اراده نه لري چې ددې اړيكو دروازه د هيوادونو د هيڅ يوه هيواد له هغې جملې څخه د افغانستان په حساب پرانيزي. 

قبولوف، د افغانستان اوسنى بحران سيمه ايزو وباله او ويې ويل چۍ د افغانستان اوضاع په ټولنې سيمې منفي اغيز لري.
د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازې وويل: مونږ غواړو دا بحران يوازې د سيمه ايزې نه د بهرنيانو(له سيمې څخه بهر هيواددنو) مرستۍ له ليارې حل كړو، بهرنيان كولاي شي يواېۍ ه دې پلان سره مرسته وكړي، څو په پايله كې د دولتونو ترمنځ اړيكۍ پيدا شي او خصومتونه ليرې شي. 

قبولوف زياته كړه چې پاكستان په افغانستان كې دبهرنيو ځواكونو له شتون څخه انديښمن دى، خوټينګار يي وكړ چې دا پاكستان نظر دي او روسيه نه شي كولاي پدې اړه هغه هيواد ته څه ووايي. 

د افغانستان په چاروكې روسيې ځانګړي استازې د ايران په اړه هم وويل چې ددې هيواد د حساسيت، پدې مرحله كې له پاكستان څخه لوړدي. 

قبولوف زياته كړه: له همدې امله روسيه په هيڅ وجه نه غواړي چۍ د افغانستان په خاوره كې هيڅ نظامي اډه شتون ولري، حتي د افغانستان د ملت ته توافق، او كه د افغانستان ملت پرې خوښ وي، بايد په نظر كۍ ولري چۍ نه شي كولاي خپله نيكمرغي دګاونډيانو د امنيت په حساب تامين كړي، هيڅكله او په هيڅ ځاي كې داسې نه دي شوي او دلته هم نه كيږي.
ضمير قبولوف، له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره د روسيې د طرحې توضيح په ترڅ كې وويل:[مونږ غواړو دسيمه ايز ډله پرخورد د سيستم د جوړښت له ليارې له هغې جملې څخه د افغانستان،ايران،پاكستان،هند،چين او دمركزي آسيا د هيوادونو په شتون سره د سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي مناسباتو سيستم جوړ كړو].
د افغانستان او پاكستان په چارو كۍ د روسيۍ د ولسمشر ځانګړي استازي، ټينګار وكړ چۍ دا طرحه كومه چې د سيمه ايزې همغږۍ او آرامۍ د تامين په لاركې ده، بايد له افغانستان نه بيل شي. 

د ريانوويستي د ړپوټ له مخې، قبولوف د افغانستان لع اوسنۍ اوضاع څخه دخپلې انديښنې په ښودلو سره، څرګنده كړه: چې تر اوسه پورې كوم اهداف چۍ دملګړو ملتو دسازمان د امنيت دشورا له لوري، د ايساف لپاره ټاكل شوي، لاسته نه دي راغلي او دغه سازمان پدۍ ماموريت كې ناموفق ؤ. 

دهغه په وينا،افغانستان د لسوكلونو په تيريدو سره پياوړۍ اقتصاد نه لري د داسې پياوړې اردو او پوليسو لرونكۍ نه دي چې وكړاې شي په يوازې ځان د خپل هيواد دامنيت هم ونه نيسي.
د امنيتي ځواكونو د كيفيت دپورته پيولو، د اقتصادي پراخو مرستو او دبنسټيزو سترو پروژو او پراخو مرستو_ له هغې جملۍ څخه د ارتباطي ليارو جوړول او په افغانستان كې دبرښنا د انرژِي د تامين هغه موارد دي چې ددۍ روسي مقام په وينا كولاى شي د ايساف له ۲۰۱۴ ميلادي كال دمخه ناكامي څخه وژغوری.
دا په داسې حال كې دى چې دناتو د فاع وزيرانو په بروكسيل كې په خپله وروستى ناسته كې،له ۲۰۱۴ ميلادي كال نه وروسته په افغانستان كې خپل نوي ماموريت په هكله سرټو رفق وكړ.
له افغانستان نه دبهرنيو ځواكونو وتل، د ۲۰۱۴ كال ترورستيو پورې پلان شوي دى.
دناتو سرمنشي((اندرس فوګ)) راسمون ويلي دي چې په ۲۰۱۵ كال كې دهغوى نوي ماموريت چې د افغان ځواكونو د ېده كړې، او نورې مرستې په كې شاملې دي، د اوسنۍ جګړو ايزو ماموريت ځاي په ونيسي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewe8n.jh87pi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته