دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۵۰
د مطلب کود : 53413
د رحمان ملک څرګندونې غیرمسوولانه دي
افغان امنیتي چارواکو د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر هغه څرګندونې رد کړې؛ چې وایي، د اړتیا په صورت کې به په افغانستان کې د پاکستانیو طالبانو پرضد پټ عملیات ترسره کړي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په افغانستان کې پاکستاني طالبان نشته او رحمان ملک دا څرګندونې غیرمسوولانه کړي دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ چې افغان حکومت خپل مسوولیتونه پیژني او په تیرو یوولسو کلونو کې دا مساله ټولو ته روښانه شوې ده:

"د ګاونډي هیواد د یوه لوړ پوړي چارواکي دا څرګندونې ډیرې بې اساسې او غیرمسوولانه دي؛ موږ به هیچاه ته اجازه ورنکړو چې زموږ په خاوره کې داسې عمل وکړي.

موږ به دوی ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو که هر څوک وي.

موږ په افغانستان کې خپل مسوولیتونه پيژنو او په تیرو یوولسو کلونو کې مو دا ثابته کړې چې له ترهګرۍ سره جدي مبارزه کوو."

د پاکستان دې نیوز د ورځپاڼې د خبر له مخې د نوموړي هیواد د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د خیبر پښتونخوا په چترال کې ویلي؛ که چیرې له دې وروسته له افغانستان څخه د پاکستانيو طالبانو په حملو کې یو پاکستانی هم ووژل شي؛ نو دوی به د هغوی پرضد په افغانستان کې پټ عملیات ترسره کړي.

د رحمان ملک اشاره مولانا فضل الله او مولانا فقیرالله ته وه؛ چې دوی یې په افغانستان کې د پټیدو ادعا کوي.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې افغانستان د تروریزم ملاتړی نه بلکې د تروریزم ضد دی او ټولې نړۍ ته معلومه ده؛ چې له تروریستانو څخه څوک ملاتړ کوي او د هغوی مرکزونه او پټن ځایونه چیرې دي.

د سیاسي چارو څیړونکی محمد یونس فکور هم وایي، چې د القاعده او وسله والو طالبانو مرکزونه په پاکستان کې دي او د نوموړي هیواد چارواکي په دې ډول خبرو هڅه کوي؛ چې له نړیوالو فشارونو څخه ځانونه وژغوري:

"پاکستانيان د دې لپاره چې له موجودو فشارونو څخه ځانونه وباسي دا ډول څرګندونې کوي.

دوی هلته وسله وال طالبان او القاعده ساتي؛ دغه راز د حقاني شبکې مرکزونه هم هلته دي او دوی پرې سترګې پټوي.

اوس نو دوی دا خبره پیدا کړې، چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې دي او پر نوموړي هیواد توغندي توغوي. دا د دوی نوي تبلیغات دي چې هیڅ اساس نه لري."

افغان حکومت تل ویلي، چې پر افغانستان ترډیره حملې د هغو وسله والو طالبانو له خوا کیږي؛ چې په پاکستان کې د روزنې او تجهیز خوندي مرکزونه لري او په هغه هیواد کې ځینې استخباراتي او مذهبي کړۍ ورڅخه ملاتړ کوي.

افغان چارواکو په وار وار څرګنده کړې، چې پاکستان له تروریزم سره په مبارزه کې رښتینی نه دی او په دې برخه کې دوه ګوني سیاست پرمخ وړي؛ خو پاکستان دا ډول څرګندونې تل رد کړي دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdso0k.yt0sf6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته