د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو دسفارت له شارزدافیر میکن لي او د ناټوځواکونو له لوی قوماندان جنرال جان ایف کیمبل سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د افغانستان او امریکا ترمنځ په بېلا بېلو برخوکې د همکاریو د پراختیا، د هېواد د اوسني امنیتي حالت او د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ د رامنځته کېدلو په باب خبرې وشوې.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي په هېوادکې د امنیتي حالت پر ښه والي باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل، له امنیت پرته اقتصادي پرمختګ ناشونی دی، له دې امله زموږ تر ټولو مهم کار په هېوادکې د امن او ثبات ټینګښت دی.
جمهور رئیس له افغان ځواکونو سره د ناټو ځواکونو همغږي په امنیتي چارو کې د ښه والي په رامنځته کولوکې اغیزمنه وبلله او پرهغې یې ټینګار وکړ.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)