دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 105383
خبریالانو د غوښتنې له مخې، د ملي امنیت لوی ریاست ته نوماند رحمت الله نبیل لنډ ژوندلیک
خبریالانو د غوښتنې له مخې، د ملي امنیت لوی ریاست ته نوماند رحمت الله نبیل لنډ ژوندلیک
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست پست ته نوماند
رحمت الله نبیل په ۱۳۴۸ کال کې د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. نوموړی د ساختماني انجینرۍ له رشتې فارغ التحصیل دی او په پښتو، دري او انګلیسي ژبو بشپړ بلدیت لري.
ښاغلي نبیل د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په بېلابېلو ادارو کې دندې ترسره کړې دي، چې په ۱۳۸۳ کال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا د داخلي اړیکو د مرستیال په توګه پاتې شوی دی. نوموړي وروسته د افغانستان د ولسمشر د ساتنې ریاست (PPS) رامنځ ته کړ او د هغې مشر پاتې شو، چې دغه اداره په امنیتي او ساتندویه خدمتونو کې په افغانستان او سیمه کې بې سارې ده. نوموړی په ۱۳۸۹ کال کې د ولسي جرګې د اکثریت باور رایو په خپلولو سره د افغانستان د ملي امنیت د لوی رییس په توګه وټاکل شو او وروسته تر دوه کاله خدمت څخه د دویم ځل لپاره د افغانستان د ملي امنیت شورا مرستیال وټاکل شو. ښاغلی نبیل د ۱۳۹۲ کال د چنګاښ میاشتې راهیسې د ملي امنیت لوی ریاست د سرپرست په توګه دنده ترسره کوي. ښاغلی نبیل متاهل دی، درې لوڼه او درې زامن لري. دغه راز ورته د خپلو ښو خدمتونو له امله چې د دندې په ترڅ کې یې ترسره کړي دي، څو ځلې ورته فوق العاده ترفیعات ورکړل شوي دي. د ۱۳۸۱ کلونو څخه مخکې، نوموړي لس کاله د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي، چې په دغه پست کې یې افغان کډوالو ته په مرسته رسونه کې ډېر عمده رول ترسره کړی دی.
ښاغلی نبیل د کوم سیاسي سازمان غړیتوب نه لري او په بشپړې بې پلوۍ سره یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کې د یو لوړ رتبه پوځي افسر په توګه دنده ترسره کړې ده او د هېڅ بهرني هېواد تابعیت نه لري. ښاغلی نبیل شپږ اولادونه لري، چې درې یې زامن او درې یې لوڼه دي.
د نوموړي همدا عالي خدمتونه د دې باعث شول چې دوه ځلې د سیاسي مشرتابه لخوا د ستاینې وړ وګرځېد او د غازي محمد ایوب خان مډال او د غازي وزیر محمد اکبر خان عالي دولتي مډال یې ورته اعطا کړ. د سیاسي مشرتابه د ستاینې ترڅنګ، ښاغلی نبیل د ښو خدمتونو له امله څو ځلې د ملي او نړیوالو غیر دولتي ادارو لخوا هم ستایل شوی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfctdymw6dxma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته