دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 106574
"د حکومتي ادارو پر چارو د ولایتي شوراګانو د څار د رول پر طرحې هوکړه شوې"
دسیمه ییزو ارګاونو خپلواکه اداره وايي؛ ولایتي شوراګانې کولی شي په درېیو ځانګړو برخو کې د حکومت پر سیمه ییزو ادارو نظارتي رول ولري.
د دې ادارې ویاند تواب غورځنګ وايي؛ په هغه غونډه کې چې پرون د څلور دیرشو ولایتونو استازې په کې حاضر وو؛ د دې شورا د نظارتي رول پر طرحې هوکړه وشوه.
غورځنګ له آزادي راډیو سره په ټلیفوني خبرو کې د دې نظارتي رول پر څرنګوالي خبرې وکړې.
"لومړی د خدماتو د وړاندې کولو برخه ده. دوهم، د ولایتونو د پراختیایي پلان د عملي کولو او د بودجې د مصرف برخه او درېیم د بیارغوني پروژو پر تطبیق او پر دې د ځان ډاډه کول دي چې په دې پروژو کې اړین معیارونه په پام کې نیول شوي دي."
د افغانستان پارلمان په دې وروستیو کې پر حکومتي ادارو د ولایتي شوراګانو نظارتي رول له منځه یووړ چې ډیر غبرګونونه یې راوپارول.
یو شمیر ولایتي شوراګانو دروازې وتړلې او خبرداری یې ورکړ چې که دا رول بېرته دوی ته ورنه کړل شي؛ په ټول هیواد کې به پراخې مظاهرې وکړي.
د هرات د ولایتي شورا مشر سید عبدالوحید قتالي چې یو له اعتراض کوونکو څخه دی؛ ویلي چې ولایتي شوراګانې به له نظارتي رول پرته هیڅ صلاحیت ونه لري.
"موږ دا د خبرداري په بڼه مطرح کړې چې که د ولایتي شورا له قانون څخه نظارت حذف شي؛ نو نور ولایتي شورا ګانې خلکو ته هغه ارزښت نه لري چې د رای ورکولو لپاره یې صندوقونو ته ولاړ شي.
د ملي او نړیوالو ادارو له خوا داسې مهمې پراختیایي پروژې شته چې موږ یې باید وڅارو او له کیفیت او کمیت څخه یې خبر اوسو."
د دغو اندیښنو له راپورته کېدو سره افغان ولسمشر د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دوې اونۍ وخت ورکړ چې د ولایتي شوراګانو د نظارتي رول په اړه خپل وړاندیزونه د ولسمشر دفتر ته وسپاري.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر له قوله راغلي وو چې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د وړاندیزونو په رڼا کې د تصویب شوي قانون د تعدیل طرح پارلمان ته وسپاري.
غورځنګ وايي، اوسنۍ طرح چې توافق ورباندې شوی؛ ښایي دا اندیښنې له منځه یوسي.
"د دې مسالې په اړه ځیني اندیښنې موجودې وې. هم له پارلمان سره وې او هم ځینې سیمه ییزې حکومتي ادارې اندیښمنې وې. خو د دې طرحې په نهایي کولو سره چې وروسته به یې د وزیرانو شورا له خوا منل کیږي؛ دغه اندیښنې له منځه ځي او د افغانستان پارلمان هم په هغه قانون کې چې ټاکل شوې تعدیل به شي؛ د ولایتي شورا ګانو رول مني."
د افغانستان د ملي شورا غړي دا مهال په ژمنو رخصتیو کې دي او دا معلومه نه ده چې د بېرته راتګ وروسته به دا نوې طرح ومني که نه.
د افغانستان د اساسي قانون په ۱۳۹ ماده کې راغلي چې ولایتي شورا د دولت د پراختیایي اهدافو په ټینګښت او د ولایت د چارو په ښه والي کې په هغه ډول چې په قانون کې تصریح شوي؛ برخه اخلي او د ولایت اړوند مسایلو په اړه مشوره ورکوي او خپلې دندې د سیمه ییزې ادارې په همکارۍ ترسره کوي.
یوه حکومتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخستل شي؛ آزادي راډیو ته وویل چې که حتی که پارلمان هم دا ځل دا طرح ونه مني؛ ولسمشر به په یوه تقنیني فرمان سره ولایتي شوراګانو ته نظارتي رول ورکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciyqaz5t1auw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته