دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 106982
د داعش ترهه ګری ډلی له خوا، د ۲۱ تنو مصری قبطیانو وژل وغندل شول
د مصر الازهر، په لیبیا کی د دغه هیواد د یوشمیر قبطیانو د سرونو په پری کولوکی، د داعش د ترهه ګری ډلی اقدام، وحشیانه او ځناور ډوله وباله، چی د هیڅ دین او مسلک سره ارتباط نه لری .
په قاهری څخه د فرانسی د خبری آژانس د رپوټ له مخی، د مصر الازهر په یوی بیانیه کی اعلان وکړ : په لیبیا کی د یو شمیر مصری بی ګناهو ښاریزو په پانسی کولوکی، د داعش ترهه ګری ډلی له جنایت څخه ډک اقدام، ځناور ډوله دئ او د هیڅ دین او مسلک سره ارتباط نه لری، او د انسان له شان سره نه ښایی .
په دی بیانیه کی د مصر له ټول ملت څخه غوښتل شوی دی چی، بیداره او هوښیار اوسی؛ او د هغه تور ټروریزم په وړاندی چی، په فساد لاس پوری کوی، سره متحد شی .
داعش ترهه ګری ډلی، پرون یو ویدئویی فیلم خپور کړ، چی په هغه کی د دغی ډلی عناصرو، په لیبیا کی د مصر د ۲۱ تنو قبطیانو د سرونو پری کول ښودل کیږی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbw0b85rhbg9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته