دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 108198
د مصر په پایتخت کی، د اخوان المسلمین او د مصر د امنیتی ځواکونو ترمنځ سختی نښتی شوی
د الیوم السابع د خبری ویب سایټ د راپور له مخی، تیره شپه د قاهری د الهرم سیمی د الطالبیه په سړک کی، د اخوان المسلمین د غړیو، او د مصر د امنیتی ځواکونو ترمنځ سختی نښتی وشوی .
د دغه رپوټ په اساس، د اخوان المسلمین غړیو، د امنیتی ځواکونو په لور لاسی اور بلونکی بمونه وغورځول، او امنیتی ځواکونو هم، د هغوی د تیت او پرک کولو په منظور، اوښلن ګیس استعمال کړ .
د مصر امنیتی ځواکونو، د عبدالفتاح السیسی په مشرۍ، د ۲۰۱۳ کال په کودتاه کی، د دی هیواد د پخوانی ؤلس مشر، محمد مرسی، له څنګته کولو وروسته، د اخوان المسلمین د پلویانو، او همداراز د سیاسی مخالفینو په سختی ځپنی لاس پوری کړئ دئ .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcco4qs42bqxs8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته