دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز رسنیوته د ۵۷ ټنه تیر تاریخ او بی کیفیته درملو د لمنځه وړلو خبر ورکړ.
دغه درمل د ۴۰ ورځو په بهیر کې د عامې روغتیا وزارت د فارمسی ریاست لخوا د درملو واردونکي او تولیدونکي کمپنیو او همداراز د کابل ښار د بیلابیلو ناحیو د درملتونونو څخه راټول او وروسته د کابل د بت خاک ولسولی په ګزک سیمه کې چیرې چې استوګنې کورونو شتون نلري، لمنځه یوړل شول.
عامې روغتیا وزیر وویل: د درملو په چارو کې سمون او ښوالی راوستل دده د پروګرامونو په لومړي توب ځای لري او پدې برخه کې به خپلې هلې ځلې کړندی ساتي.
ډاکټر فیروز د ګاوندې هیوادونو سره د هیواد پر اوږدو پولو پرنه جدې کنټرول انديښنه وښوده او وویل چې زیاتره بی کیفیته درمل په ناقانونه او قاچاقی توګه له دې لارې د هیواد ښارونو ته واردیږي، کڅه هم مخنیوی یې ستونزمن کار دی خو بیا هم زمونږ غوښتنه د اړوندو ارګانونو څخه داده چې د هیواد پرپولو جدي کنټرول ولګوی څو د دا ډول د درملو واردیدو مخنیوی وشی.
عامې روغتیا وزیر وویل: په هیواد کې تراوسه هم د درملو د کیفیت کچه ټیټه ده، مونږ په پام کې لرو څو د خصوصی سکتور په همکاری د درملو کیفیت کچه لوړه کړو.
یاده دې وي چې د بی کیفیته او تیر تاریخ درملو راټولولو لړی نه یوازې په مرکز کې بلکه د هیواد په نورو ولایتونو کې هم دوام لري

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)