دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 109339
محور ورځپاڼه: په سنګين کې امنيتي سرتېري په خپلو مرميو وژل کېږي
محور ته رسېدلي معلومات په ډاګه کوي، چې د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ لپاره د محلي پوليسو له ۲۸۰ کسيزه تشکيلاتو څخه يوازې ۵۰ تنه يې جګړې ته اړايستل شوي دي.
د هلمند استازي وايي، د پوليسو په تشکيلاتو کې درغلي له ډېره وخته شته، د دوی معاشونه او په نوم يې حواله شوي امتيازات د ځينو لوړپوړو چارواکو جيبونو ته ځي. په څو مشخصو کسانو يې تور دی، چې وسلې او مهمات يې د وسلو په ځايي سوداګرو پلورلي دي.
له دوو مياشتو راهيسې په سنګين ولسوالۍ کې د ذوالفقار په نوم عمليات روان دي، خو ځايي خلک وايي، په جګړه کې پرمختګ نه دی شوی، د جګړې له امله تر ۱۰۰۰ زياتې کورنۍ له سيمې کوچېدلې دي، دغه کورنۍ بې برخليکه دي او د ژوند هېڅ راز امکاناتو ته لاسرسی نلري.
له تېرو دوو مياشتو راپدېخوا په هلمند ولايت کې د ذلفقار په نوم چاڼيز عمليات پيل شوي، خو ځايي خلک وايي، په جګړه کې تر ۴۰۰۰ پورې کورونه نړول شوي دي.
ځايي خبريالان وايي، يوازې ۲۰۰۰ کورونه په شکر شېله او ۱۰۰ کورونه د سنګين د بازار شاته په ګنبدو کلي کې نړول شوي دي.
دوی وايي، دغه عمليات له خلکو سره له همغږۍ پرته پيل شول او د امنيتي ځواکونو قومندانان داسې کسان دي، چې په سيمه کې هېڅ راز بلدتيا نلري.
د ځايي خبريالانو او د مدني ټولنو د فعالينو په وينا يوازې له سنګين ولسوالۍ څخه تر ۱۰۰۰ پورې کورنۍ کډوالې شوې دي.
د کورنيو چارو وزارت يوې سرچينې پرته له دې چې نوم يې خپور شي، محور ته وويل، د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سنايفر زده ګړې تر لاسه کړې او اوس مهال د جګړې په ډګر کې له دې وسلې کار اخلي او په مټ افغان سرتېري په نښه کوي.
ځايي خلک وايي، له دوو مياشتو راهيسې په سنګين ولسوالۍ کې بې شمېره افغان امنیتي ځواکونه ملي پوځ، د عامه نظم پوليس، ملي پوليس او محلي پوليس دېره دي، جګړه کوي، خو په جګړه کې د پام وړ پرمختګ نه تر سترګو کېږي. دوی وايي، ددې پرځای چې وسله وال وځپل شي، کليوال ځپل کېږي، کورونه يې نړول کېږي، چې تر ډېره پورې خلک له دې څه ناراضه دي.
د کورنيو چارو وزارت دغه سرچينه وايي، په سنګين کې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل ۲۸۰ تنه دی، خو يوازې ۵۰ خوا وشا يې فعال دي. دغه خبرځای زياته وي، چې د پوليسو څو مشخص کسان وسلې او مهمات د وسلو په ځايي سوداګرو پلوري، چې له هغوی نه يې بيا طالبان پيري.
ځايي خلک وايي، د ملي او محلي پوليسو په ليکو کې فساد په لوړه کچه دی او دا هغه سيمې دي، چې له سترګو پناه دي، حساب کتاب پسې نشته، نو ځکه خو امنيتي سرتېري په خپلو مرميو وژل کېږي.
په ملي شورا کې د هلمند د خلکو يو شمېر استازي وايي، دوه مياشتې د مخه يې په دې اړه راټول کړي معلومات د کورنيو چارو له پخواني وزير سره شريک کړي، خو تر اوسه فکر کېږي، چې کوم اقدام نه دی شوی.
د ولسي جرګې غړی عبدالحی اخندزاده وايي، سيمه ييز پوليس د باور په فضا کې رامنځته شول، خو د هغوی نه ملاتړ د دې لامل شو، چې يا ليکې پرېږدي او يا هم په جګړه کې ووژل شي. دی زياتوي، د هلمند په ډېری ولسواليو کې د محلي پوليسو تشکيل شته، خو عملاً وجود نلري او هغه امتيازات چې ورته حواله شوي، هغه د محلي چارواکو جيبونو ته ځي.
د مشرانو جرګې يو بل غړی نعمت الله پوپل وايي، د سنګين په سروان کلا او ګرما سيمو کې پخوا محلي پوليس فعال شول، خو ډېريو يې د امنيتي ځواکونو ليکې پرېښودې او يا هم په جګړه کې قربانيان شول، خو اوس هغومره محلي پوليس نشته، يوازې معاشونه او امتيازات يې ځينې چارواکي اخلي.
په دې اړه د هلمند امنيتي مسوولينو له څه ويلو ډه ډه وکړه، خو د کورنيو چارو وزارت په نظر اخستلو بريالي نشو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژآنس(اوا)
https://avapress.com/vdcaeon6o49nwe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته