دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 110714
په لغمان ولایت کې د شپږ کسیزې ترهګریزې ډلې نیول
د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې په لغمان ولایت کې یوه شپږ کسیزه ماین خښونکې ترهګریزه ډله چې په یاد ولایت کې یې په ترهګریزو چارو لاس پورې کاوه نیولې ده.
د یادې ډلې غړي هر یو: - سیدآقا د میاجان زوی - توفیق د عبدالرزاق زوی- احمد مشهور په غورځنګ د عبدالودود زوی- زهیرالله د عبدالمجید زوی- نوید د ببرک زوی- سمیع الله د محمد ولي زوی چې د لغمان ولایت د مهترلام بابا ښار اوسېدونکي دي بالفعل له دوه عرادو موټرسایکلونو،د ملي اردو له پنځه جوړه جامو،یو میل بریتا تفنګچې ،یو لاسي بم،او یوه اندازه حربي وسایلو سره د ملي امنیت د لوي ریاست د کارکونکو له خوا نیول شوي.
نیول شوو کسانو د روان لمریز کال د غويي د میاشتې په څلورمه نېټه د مهترلام بابا د زیارت په لار یو پرسونل ضد بم ځای پر ځای کړی وو چې دچاودنې له امله یې په ولسي جرګې کې د لغمان ولایت د استازي حاجي نقیب الله ورور حاجي نعمت الله له یوه بل کس سره شهید او یو بل کسي ټپي شو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjvyevxuqevaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته