دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۱
د مطلب کود : 111222
امریکا له افغانستانه خپلې یو شمېر الوتکې پاکستان ته ورکړي

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو۱۴ جنګي هیلي کوپترونه او ۵۹ روزونکې جټ الوتکې پاکستان ته سپارلي دي.
د چهارشنبې په ورځ /مې ۶مه/ د امریکا متحدو ایالتونو پاکستان ته ۱۴جنګي هیلي کوپترونه، ۵۹ جټ الوتکې او ۳۷۴ زغرګاډي وسپارل. دا ټول وسایل په افغانستان کې کارول شوي ول.
د اکانومیک ټایمز له یوه راپور سره سم د کانګریس په یوه داخلي راپور کې ویل شوي:«له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو سره د امریکا د پوځ مهم پوځي وسایل پاکستان ته لېږدول شوي دي.»
پاکستاني رسنۍ وايي چې هند د امریکا له لوري پاکستان ته د خپلو وسلو او وسایلو له ورکولو سره مخالفت کړی ځکه چې دغه هیواد فکر کوي چې پاکستان دا وسایل د ترهګرو پر ضد نه بلکې د هند پر ضد کاروي.
دغه راز په افغانستان کې له دې سره خلک سخت مخالفت کوي چې امریکا دې خپلې وسلې پاکستان ته ورکړي چې د طالبانو ملاتړ یې کړی او په تېرو ۱۴ کلونو کې یې د امریکا او افغانستان پر ضد جګړه جاري ساتلې ده.
له بلې خوا امریکا دا وسایل په داسي حال کې پاکستان ته ورکړي چې پاکستاني سیاستوال او پارلماني غړي په ویاړ وايي چې په افغانستان کې یې امریکا ته هم د شوروېي اتحاد په شان ماتې ورکړې ده.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcewz8zwjh8zwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته