دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۸:۱۴
د مطلب کود : 111241
جمهور رئیس غني په ویډیویي کتنه کې له امنیتي مسؤولینو سره پر امنیتي وضعه وغږېد
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني د توحيد مرکز د ویدیویي کنفرانس له لارې له امنیتي منسوبینو سره ویډیویي کتنه او خبرې اترې وکړې.
په دې کنفرانس کې جمهور رئیس، له لوی درستیز شېرمحمد کریمي، کورنیو چارو له وزیر نورالحق علومي، د دفاع وزارت له سرپرست عنایت الله نظري، د کورنیو چارو وزارت له ارشد امنیتي مرستیال، د ملي امنیت له سلاکار، د قول اردوګانو له قومندانانو، امنیه قومندانانو او د ملي امنیت له ولایتي رئیسانو سره د هېواد د امنیتي حالت د بهبود په اړه خبرې اترې وکړې.
جمهور رئيس وویل چې زه د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه پر ټولو ځواکونو ویاړم او د افغانستان د ولس په استازيتوب ستاسې د قربانيو او سرښندنو مننه کوم.
جمهور رئيس غني دغه راز وویل، تاسې ثابته کړې ده چې د هېواد او ملي نوامیسو د دفاع صلاحیت او زړورتیا لرئ.
وروسته، د هېواد د قول اردو ګانو، هوايي ځواکونو، ۱۱۱ فرقې، بګرام زندان او د غزني، بغلان، سمنګانو او بدخشان د امنيې، او کندز ولایت د عامه نظم قوماندانانو، د بدخشان سرپرست والي او د دغه ولایت د ملي امنیت رئيس، جمهور رئيس ته خپل راپورونه وړاندې کړل.
جمهور رئيس محمد اشرف غني د راپورونو تر اورېدو وروسته مسؤولینو ته د امنیتي حالت د لا ښه والي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
توحید مرکز چې څه موده وړاندې د وسلوالو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ د امنیتي اطلاعاتو د همغږۍ په منظور پرانیستل شو، تر دې مخکې د جمهوري ریاست د اطلاعاتو د همغږۍ د مرکز په نوم یادېده، چې په دې غونډه کې په توحيد مرکز ونومول شو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjydyyw6dy0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته