دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 111819
د پاکستان صدراعظم نواز شريف د منځنۍ اسيا د هېوادونو په سفر وتلى
د پاکستان صدراعظم نواز شريف د يوه جګپوړي پلاوي په ملتيا د منځنۍ اسيا د دوو هېوادونو ترکمنستان اوقرغزستان په يوه دوه ورځني سفر په لومړي پړاو کې د ترکمنستان پلازمېنې ته رسېدلى دى.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په يوې خپرې کړې اعلاميه کې ويلي، چې صدراعظم نواز شريف به د منځنۍ اسيا هېوادونو له مشرانو سره په خپلمنځيو اړيکيو سربېره، په نړېوالو سيمه ييزو په ځانګړې توګه د ټاپي د ګازو د نلليکې د پروژې په اړه خبرې وکړي.
دا په تېرو څو کلونو کې د منځني اسيا هېوادونو ته د پاکستان د صدراعظم لومړى سفر دى.
د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه کاږي، پاکستان د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره ژورې اړيکي لري او غواړي، چې له دغو هېوادونو سره د اقتصاد، سوداګرۍ، تعليم او برېښنايي انرژۍ په برخه کې اړيکي لا پراخې و ژورې کړي.
دغه وزارت د پاکستان او منځني اسيا هېوادونو ترمنځ ښې اړيکي د سيمې د اقتصادي او سوله ييز ثبات لپارهاړينې بولي او وايي، د پاکستان او منځنيي اسيايي هېوادونو ترمنځ ښې اړيکي به په سيمه کې د اقتصادي او برېښنايي انرژۍ د ودې زمينه برابره کړي.
په عين حال کې د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو ځينې څارونکي هم په دې باور دي، چې د سيمې د ټولو هېوادونو ترمنځ ښې او باوري اړيکي د سولې، ثبات او د اقتصادي ودې لپاره ګټورې دي، خو ددې ترڅنګ پر دې خبره ټينګار کوي، چې په افغانستان کې به له سولې او ثبات پرته د منځنۍ اسيا، پاکستان او نورو هېوادونو پرمختګ ناشونى وي.
دوى د سيمې د اقتصادي او سياسي پرمختګ لپاره په افغانستان سوله او ثبات لومړى شرط بولي. د سياسي او سيمه ييزو چارو څارونکي ايمل خټک په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:
((د پاکستان له وسطي اشيا ملکونو سره تعلقات د هغې انحصار افغانستان باندې ځکه دى، چې فرض کړه پاکستان غواړي چې د وسطي اشيايي ملکونو سره تجارتي او کاروباري اړيکي مضبوطې کړي، نو د هغې لپاره اسان ترينه لار د افغانستان له خاورې تګ دى. که موږ د چين له طرفه ځو، نو نو هغه ډېره اوږده پرېوځي.
نو په افغانستان کې چې امنيت وي، نو د وسطي ايشيايي ملکونو تجارتي اړيکي به له پاکستان او د پاکستان به له هغو ملکونو سره ښې کېږي. نو دې دپاره امنيت که په افغانستان کې دى که پاکستان کې دى، نو دا د وسطي اشيا لپاره هم ښه دى.
که موږ وګورو نو په سيمه کې که د امنيت، ثبات او د سياسي او اقتصادي اړيکيو مسئله ده، نو دا تر هغې پورې عملي کېدى نه شي او او دا ملکونه ترې په مکمله توګه ګټه نه شي پورته کولاى، چې په سيمه کې امنيت نه وي او د سيمې د امنيت لپاره په افغانستان سوله او امنيت لازمي شرط دى.))
صدراعظم نواز شريف به ترکمنستان او کرغېزستان ته د خپل سفر پر مهال ددغو هېوادونو له مشرانو سره د سواګرۍ، اقتصاد، برېښنايي انرزۍ او ځينو نورو برخو کې تفاهيم ليکونه هم لاسليک کړي.
د يادونې وړ ده، چې نواز شريف په داسې حال کې د منځنۍ اسيا د هېوادونو په سفر وتلى، چې څه موده مخکې د چين ولسمشر پاکستان ته سفر وکړ او له دې هېواد سره يې د کاشغر_ګوادر د اقتصادي لويې لارې پر پروژې سربېره د ٤٦ مليارډو ډالرو په ارزښت د يو شمېر نورو پرمختيايي پروژو تړونونه لاسليک کړل.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgqq9qyak9q74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته