د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د ډلې له خوا د بغلان ولایت لپاره نومول شوی نظامي مسئول محمد یاسین د امین الرحمن په نامه دده له یو تن همکار سره چې د پاکستان له پېښور ښار څخه د بغلان ولایت لپاره د طالبانو له خوا د نومول شوي والي مولوي محمد یونس په لارښوونه د بغلان ولایت په اړوندو برخو کې د ولسوالانو،امنیه قوماندان او امنیتي مسئول د ګمارلو په موخه راغلي وو د یادو کسانو تر ګمارلو وروسته کله یې چې غوښتل بېرته پاکستان ته سفر وکړي د کابل ښار د لومړۍ ناحیې په اړونده سیمه کې نیولي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)