دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 116447
جان کري له خپل روسي سیال سره بیا د سوريي په اړه وغږید
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سوریې کړکیچ د دواړو لورو د خبرواترو مهمه برخه وه.

ټاکل شوې چې جان کري به د دې اونۍ په پای کې په لندن کې د بریتانیا د بهرنیو چاروله وزیر سره هم د سوریې د شخړې په اړه خبرې وکړې.

دا په تیرو لسو ورځو کې درییم ځل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري د روسیې د بهرینو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ټیلیفوني خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د چارواکو په وینا په دې خبرواترو کې جان کري هڅه کوي څو د بشارالاسد له رژیم سره د روسیې د پوځي مرستو دلایل معلوم کړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت خبرداری ورکړی چې د بشارالاسد له رژیم سره د پوځي مرستو دوام یوازې د سوریې د کورنۍ جګړې د اوږدیدو سبب کیږي.

تردې ټیلفوني خبرو مخکې د روسیې ولسمشر ویلادیمیرپوتین د سوریې سره د خپل هېواد د پوځي مرستې دفاع کړې وه.

پوتین ویلي وو: له دمشق سره له همکارۍ پرته د اسلامي دولت وسلواله ډله یا داعش نه شي ماتیدلی او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي و چې په دې برخه کې د روسیې پر پل، پل کیږدي.

بل خوا د ولسمشربارک اوباما اداره د بشارالاسد حکومت ته د روسیې د پوځي مرستو لیږد او د سوریې له رژیم څخه د روسیې ملاتړ په غوسه کړې.

په هغو وسلو کې چې روسیې دمشق ته استولې زغروال ټانکونه هم شامل دي.

روسیې پر وسلو سربیره، پوځي سلاکاران، تخنیکي کسان او د کور جوړونې ډلې هم سوریې ته استولې دي.

په عین حال کې روسیه د سوریې په لاذقیه ساحلي ښارکې د یوې پوځې هوايي اډې پر پراخولو هم کار کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنیسټ خبریالانو ته ویلي، ښايي ولسمشربارک اوباما په دې اړه خپله له ولسمشر ویلادیمیرپوتین سره خبرې وکړي او دا امکان شته چې دواړه ولسمشران په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي اسامبلۍ د غونډې تر څنګ خپلوکې وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې د دې اونۍ په پای کې جان کري په لندن کې د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیرفیلیپ هامونډ سره ګوري چې د سوریې مساله به یې د خبرواترو د اجنډا په سر کې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دا سفرد جمعې له ورځې د یکشنبې تر ورځې دوام کوي او په ترڅ کې به یې جان کري د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزیرعبدالله بن زید سره هم د سیمه ییزو مسالو په اړه خبرې وکړي.

بریتانیا ته به په سفرکې جان کري د کډوالو په بحران چې اروپايي ټولنه یې وارخطا کړې هم له چارواکو سره وغږیږي.

روسیې چارواکو ویلي چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ټیلفوني خبرو کې د اوکراین پر کړکیچ هم خبرې شوې، خو په دې اړه یې ډیر جزییات نه دي ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdci5qazyt1az52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته