دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 118354
سرتاج عزيز: پاکستان پر طالبانو بشپړ کنټرول نه لري
نوموړی همداراز وايي، اوس به له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د بېرته پيلولو پرېکړه افغان دولت کوي او پاکستان په دې لړ کې يواځې د زمينه برابرونکي رول ترسره کولاى شي.

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د دې هېواد له يوې خبري تلويزيون (ډان) سره د خبرو پرمهال وکړې.

سرتاج عزيز دا څرګندونې تر هغې څو ورځې وروسته کړي، چې د پاکستان صدراعظم نوازشريف د روانې مياشت په ٢٢مه نېټه په امريکا کې د دې هېواد له ولسمشر باراک اوباما سره وليدل او په ځينو نورو موضوعاتو سربېره ورسره د افغانستان د سولې پر پروسې هم وغږېد.

ښاغلى عزيز وايي، چې د امريکا په ګډون د نړۍ ډېرى هېوادونه د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه اندېښنه لري او هېڅ يو نړېوال ځواک په افغانستان کې جګړه نه غواړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار وويل، پاکستان، امريکا او چين د افغانستان د سولې د پروسې د پيلېدو ملاتړ کوي او ټينګار کوي، چې د مذاکراتو د ځنډېدلۍ لړۍ د بېرته پيلولو پريکړه به افغان دولت کوي.

عزيز يوځل بيا هيله ښوده، چې د ژمي له پيلېدو سره-سم به په افغانستان کې ترورېستي بريدونه کم شي، نو که چيرې افغان دولت وغواړي،په دې وخت کې د سولې د پروسې د پيلېدو امکانات ډېر دي او ښايي په نژدې راتلونکي کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري په دې اړه افغانستان ته سفر هم وکړي.

عزيز پر افغان طالبانو د پاکستان د کنټرول په اړه د پوښتنې په ځواب کې وويل:"موږ پر طالبانو هېڅ کنټرول نه لرو، يواځې لږ ډېر نفوذ په کې لرو، هغه هم ځکه چې د هغوى د ځينو کورنۍ دلته اوسېږي او طبي سهولتونه ورته رسېږي، نو له دې لارې موږ هغوى هڅولى شو او ورته ويلاى شو، چې په نړۍ کې هېڅ قوت نه غواړي، چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه روانه وي، بلکې هلته امن غواړي، نودا انتخاب شوى دولت دى تاسو بايد ورسره خبرې وکړئ.

موږ صرف همدا کولاى شو، نور کار د افغان دولت دى، چې هغوى ته څه وړانديزوي او په کومې ايجنډا ورسره خبرې کوي؟ موږ يواځې زمينه برابرولاى شو، نو زما په خيال پريکړه به افغانستان کوي، خو زموږ له هغوى سره دا ژمنه ده، چې کومه ستراتيژي هغوى پرمخ بيايي، موږ يې زمينه برابروو."

عزيز زياته کړه، تراسه ورته لا افغان دولت له افغان طالبانو سره د تماس نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

ښاغلي عزيز دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي، چې صدراعظم شريف او د امريکا د ولسمشر باراک اوباما څو ورځې وړاندې پر افغان طالبانو غږ کړى و، چې له افغان دولت سره دې خبرو ته کېني.

ښاغلي شريف همداراز ويلي وو، که چيرې افغان دولت وغواړي، نو هېواد يې د افغانستان د سولې ځنډېدلۍ لړۍ د بېرته پيلولو لپاره هڅه کولاى شي، خو ددې ترڅنګ يې دا هم وويل، چې له طالبانو سره مذاکرات او جنګ په يو وخت نه شي کولاى.

د يادونې وړ ده، چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې د روان کال په جولايي کې د پاکستان په کوربه توب ددې هېواد په مري ښارګوټي کې پيل شوې، چې بيا وروسته دا لړۍ په همدې مياشت کې د افغان طالبآنو د پخواني مشر ملا عمر د مړينې د راپورونو د خپرېدو له امله وځنډېده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdchm6nzk23nzxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته