دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۴
د مطلب کود : 118809
په کنړ ولایت کې د ځانمرګو بریدونو په تور د دوه تنو تنکیو ځوانانو نیونه
د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو دوه تنه تنګي ځوانان د ځانمرګي بریدونو په تور هریو:

- عبدالخالق د حنیف زوی 15 کلن د اووم تولګي زده کوونکی او د تیرا خیبرپښتونخواه اصلی اوسیدونکي چې اوس مهال په پیښور ښار کې هستوګن دی.

- سمیع الله د جنت ګل زوی14 کلن د شپږم ټولګي زده کوونکی چې اوس مهال په پیښور ښار کې هستوګن دی، د طالبانو ترهګری ډلي لخوا د ځانمرګي بریدونو په موخه د کنړ ولایت شیګل ولسوالی ته راهستول شوي ول، خپلې موخې ته له رسیدو د مخه ونیول شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccx4qso2bqs48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته