دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 121936
پوتین وايي، له سوریې سره یې د مرستې هدف ترهګرو ته ماتې ورکول دي
د روسیې ولسمشر ویلادي میر پوتین وايي، هېواد به یې تر هغې په سوریه کې د داعش پر اهدافو بریدونو ته دوام ورکړي چې اړتیا یې وي.

پوتین پرون په شمالي قفقاز کې په یوه پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل، د بشار الاسد له رژیم سره د مسکو د مرستې هدف ترهګرو ته ماتې ورکول دي.

د پوتین په وینا روسیه نه غواړي چې د سوریې په تشکیلاتو او هغو ستونزو کې چې دا هېواد او سیمه ورسره مخ ده لاسوهنه وکړي.

ولسمشر پوتین ټینګار وکړ چې د هېواد د هوايي ځواک مسوولیت یې همدومره دی څو له هغو خلکو سره مرسته وکړي چې د خپل حکومت سره د ترهګرو پر ضد مبارزه کې همکاري کوي.

پوتین دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امریکا او ناټو ویلي، روسیې د بشر الاسد د رژیم په منځلارې مخالفینو هم هوايي بریدونه کړي.
سرچينه : د خبر صدا افغان خبرگزاری صدای اژانس
https://avapress.com/vdchxznz-23niwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته