د ملي امنیت لوی ریاست موظفین چې په هر حال کې له تروریزم څخه د خپل هېواد او خپلو خلکو د ساتنې په موخه ژمن دي او تل د خپلو خلکو خدمت او د هېواد د سولې او ثبات د دښمنانو د شومو پلانونو د شنډولو په لټه کې دي د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یو لړ عمیاتو پر مهال خضر علی نومی طالب قوماندان؛ د ګل صوف زوی چې په چپي مشهور دی نیولی دی.
یاد ترهګر چې ښځینه جامې یې پر تن وې باالفعل له یو میل کلاشینکوف، څلور شاژورنو او دوه لاسي بمونوسره نیول شوی دی. نوموړي د لومړنیو څېړنو پر مهال په ترهګریزو چارو کې لاس لرل منلي دي.
یاد ترهګر چې ښځینه جامې یې پر تن وې باالفعل له یو میل کلاشینکوف، څلور شاژورنو او دوه لاسي بمونوسره نیول شوی دی. نوموړي د لومړنیو څېړنو پر مهال په ترهګریزو چارو کې لاس لرل منلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)