دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 123664
جمهور رئیس غني د ملي امنیت منسوبینو ته په خطاب کې: ستاسو سم معلومات د هرې مرمۍ قوت سل برابره کوي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د خوست، کنړ، لوګر، پکتیا او ننګرهار ولایتونو د ښاري حوزو او ولسوالیو د ملي امنیت امرینو او مدیرانو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست مسعود اندرابي د هېواد د ولسوالیو اوښاري حوزو د ملي امنیت مدیرانو او امرینو د دوه ورځني سیمینار په هکله د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، د لومړی ځل لپاره هغوی له یو بل سره وکتل او خپلې تجربې او ننګونې یې سره شریکې کړې.

هغه وویل، یاد سیمینار د هېواد حقیقي امنیتي وضعیت وارزاوه او پایلې به یې له جمع بندي وروسته د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره هم شریکې شي.

وروسته د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د ملي امنیت عمومي ریاست څخه یې د یاد سیمینار د جوړولو په خاطر مننه وکړه او یاد سیمینار یې د خپلو اپراتیفي او اطلاعاتي چارو لپاره ګټور وباله.

هغه له امنیتي ارګانونو سره د هېواد د امینت د ښه تامین په برخه کې د قومي مشرانو او متنفذینو، دیني علماو، ځوانانو او مدني فعالانو همکاري ارزښتناکه وبلله.

جمهور رئیس غني د یادو معلوماتو له اورېدلو وروسته د یاد سیمینار جوړول یو ښه نوښت وباله او د افغانستان خلکو ته د خدمت په خاطر یې د ملي امنیت منسوبینو له باور او زړورتیا څخه مننه وکړه. هغه وویل، ملي امنیت سترګې، غوږ عقل او پټه توره ده.

جمهور رئیس څرګنده کړه، ستاسو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو د مبارزې او سرښندنو له برکته به راتلونکي نسلونه ارام وي. هغه زیاته کړه، دا وطن په ګډه او اتفاق جوړو.

محمد اشرف غني وویل، اوس د ژمنتیا وخت دی او باید د دې هېواد هر بچی دا ژمنه وکړي، چې دې خاورې ته په خدمت او یوازې په همدې خاوره کې باعزته ژوند کوي.

جمهور رئیس د ملي امنیت منسوبینو ته په خطاب کې وویل، چې د هېواد د جغرافیې او عنعناتو د پېژندنې په برخه کې کوښښ وکړي، ځکه د وطن او خلکو له پېژندنې پرته د چارو ترسره کول سخت دي.

جمهور رئیس غني وویل، په افغانستان کې جنګ د حق او باطل تر منځ جنګ دی. هغه زیاته کړه، موږ مسلمان یوو او له اسلام پرته بله فلسفه نه لرو.

جمهور رئیس وویل، د ملي امنیت دنده د غیر مشروع قوې د استعمال مخنیوی دی او زیاته یې کړه، که د جګړې په اړه دقیق معلومات نه وي، په تنهایي د وسلې استعمال ګټور نه دی.

هغه وویل، ستاسو سم معلومات د هرې مرمۍ قوت سل برابره کوي او که معلومات نیمګړي وي د یوې پرځای سل مرمۍ بې ځایه مصرفېږي. جمهور رئیس زیاته کړه، قوه داسې استعمال کړئ چې پایله ولري او خلکو ته د منلو وړ وي.

جمهور رئیس په پای کې په ټینګار وویل، د افغانستان دولت ټینګ عزم او اراده لري چې موږ باید په پیاوړې اراده دا وطن اباد کړو
https://avapress.com/vdch-xnzk23ni-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته