دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 123758
جمهور رئیس غني د معارف سکتور پرمختګونه وارزول
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولس مشر محمد اشرف غني په مشري پرون مازدیګر په یوه ناسته کې د پوهنې وزارت کړنې وارزول شوې.

په دې ناسته کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه او د پوهنې وزارت پر رهبري پلاوي سربېره د اړوندو دولتي ارګانونو  مسوولینو هم حضور په کې درلود. د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي د معارف په برخه کې د خپلو پرمختګونو او ترسره شویو کارونو په هکله ولس مشر ته معلومات ورکړل.

د پوهنې وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخي تر چاپ دمخه د کتابونو د املایي او انشایي سمونو، د هغو د وېش او همدارنګه په یاد وزارت کې د اداري اصلاحاتو پروسې د تطبیق په هکله معلومات ورکړل.

په دې ناسته کې د ښار جوړولو وزیر سید سعادت  منصور نادري په ولایتونو کې د ښوونکو د ښارګوټیو د جوړولو په هکله معلومات ورکړل او ولس مشر وویل: دا بهیر باید د هېواد ټولو ولایتونو ته پراختیا ومومي.

ولس مشر غني د پوهنې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د یاد وزارت د معینیتونو او ریاستونو د ترسره شویو کارونو په هکله باید مشخصه طرحه وړاندې شي، تر څو معلومه شي چې په کومو برخو کې بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا ده او کوم معینیت یا ریاست  په موازي توګه فعالیت وکړي.

محمد اشرف غني وویل: د هېواد د ټولو ولایتونو د پوهنې ریاستونو په هکله د خلکو له شکایتونو خبر دی او په دې برخه کې باید بنسټیز اصلاحات رامنځته شي.

ولمشر غني څرګنده کړه، د ښوونکو د استخدام په شېوه کې هم باید اصلاحات رامنځته شي، تر څو په وزارت د هغوی باور زیات شي او همدارنګه د ښوونکو د ظرفیت د لوړولو په خاطر عملي برنامې پلې شي.

ولسمشر وویل: د قول اردوګانو او د ولایتونو د امنیه قوماندانیو په ګډون امنیتي سکتور باید د پوهنې وزارت د غصب شویو ځمکو په بېرته اخیستلو کې جدي همکاري وکړي.

هغه وویل: د کابینې په راتلونکو غونډو کې د پوهنې وزارت ټولو هغو قوانینو او مقررو ته چې د کابینې تصویب ته اړتیا لري، لومړیتوب ورکول کېږي.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، په پوهنې وزارت کې هیڅ ډول سیاست د منلو وړ نه دی او دا وزارت باید یوازې مسلکي او علمي بنست وي. هغه تینګار وکړ، چې د بنسټیزو اصلاحاتو د رامنځته کولو په خاطر تصمیم نیولو ته تیار یوو.

ولسمشر څرګنده کړه، زه او د پوهنې وزارت مسوولین د هېواد بچیانو او د دوی والدینو ته مسوول او ځواب ویونکي یوو.
https://avapress.com/vdcbsfb8wrhb5zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته