دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 124315
د افغانستان په زیاترو سیمو کښې امنیتی ګواښونه زیات دی
د افغانستان د پارلیمان یو غړی د هیواد په زیاترو ولایتونو او سیمو کښې د امنیتی ګواښونو د لوړې کچې خبر ورکړ.

محمد صالح سلجوقی په کابل کښې زمونږ خبریال ته په مرکه کښې وویل: ناامنی د افغانستان په یوې سترې ستونزې بدله شوې ده او د ولسی جرګې ټول استازی چې له ولایتی سفرونو راستانه شوی دی، له خپلو انتخاباتی سیمو یې داسې خبرونه راوړی چې د سختوامنیتی ګواښونو او خطرونو بیانونکی دی.

هغه د افغانستان د پارلیمان په ودانۍ باندې د طالبانو راکټی حملو ته په اشارې سره وویل: امنیتی مسئولان د کم کاریو او د ناامنۍ د پیښو په وجه په ځلونو پارلیمان ته وربلل شو یدی خو هغوی د خلکو استازو ته قانع کونکی ځوابونه نه دی ورکړی.

هغه زیاته کړه: د افغانستان د دفاع، کورنیو چارو او ملی امنیت د ریاست مشری دسرپرستانو په غاړه ده چې ضروری صلاحیت نه لری.

سرچينه : ایرنا
https://avapress.com/vdcb8ab8srhb5fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته