دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 124522
د افغانستان په بلخ کښې د نشه ایزو توکو ۹ قاچاقچیان نیول شوی دی
د افغانستان د بلخ ولایت د پولیسو قومندانۍ په دغه ولایت کښې ۹ قاچاقچیانو د نیولو او د زیاته اندازه نشه ایزو توکو او شرابو د نیولو خبر ورکړ.
د افغانستان د بلخ ولایت د پولیسو قومندانۍ په دغه ولایت کښې ۹ قاچاقچیانو د نیولو او د زیاته اندازه نشه ایزو توکو او شرابو د نیولو خبر ورکړ.

زمونږ خبریال خبریی راکړی چې سید کمال سادات د امنیت په تامینولو او د نشه ایزو موادو د قاچاق په مخنیوی چې د بلخ ولایت د امنیتی ځواکونو د فعالیت په قدرونې سره وویل: په تیرو دوو اونیو کښې پولیس توانیدلی چې په دغه ولایت کښې ۹ قاچاقچیان او د هیروینو او تریاکو په شمول یوه اندازه نشه ایز توکی او ۴۹ لیټره الکحلی مشروبات (شراب) ونیسی.

سادات زیاته کړه چې په افغانستان کښې د مخالفو وسله والو ډلو د مالی سرچینو د برابرولو یوه مهمه سرچینه د نشه ایزو موادو تولید او قاچاق دی چې د بلخ ولایت امنیتی ځواکونو له دې ښکارندې سره جدی مبارزه پخپله ایجنډا کښې راوستې ده.

سرچينه : ایرنا
https://avapress.com/vdcb5ab85rhb5sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته