دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 124524
په پاکستان کښې د باران او سیلاب له امله د وژل شویو شمیر ۶۵ ته ورسید
د پاکستان د جنګ ورځپاڼې ویب سایټ لیکلی چې په خیبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان کښې سختو بارانونو او په غرونو باندې د واورو وریدو له امله د ځمکې دښوویدو، سیلاب راوتلو او د کورونو د غورځیدو په پیښو کښې د ښځو او ماشومانو په شمول ۶۵ کسان وژل شوی دی.

د پاکستان د موسمیاتو ادارې ویلی چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کښې د ملاکنډ او هزاره ډویژنونو په شمول قبایلی سیمو، ګلګت بلتستان او د کشمیر په زیاترو سیمو کښې د تیزې سیلۍ او باران او همداشان په غرونو باندې د واورې کیدو امکان دی.

په پیښور، مردان، بنو، کوهاټ، ډیره اسماعیل خان، بر پنجاب او اسلام آباد کښې ځآې په ځاې او په ډیره غازی خان، بهاولپور، ملتان، ساهیوال، فیصل آباد، لاهور ډویژن او د بلوچستان صوبې په شمال ختیځو سیمو کښې د سختو ورښتونو اټکل شوی دی.

د سوات په سیند کښې د لوړې درجې سیلاب دی او د سیند په غاړه هوټلونو ته اوبه ننوتې دی. همداشان د خواوشا سیمو اوسیدونکو ته، امنو سیمو ته د تګ سپارښتنه شوې ده.

سرچينه : ایرنا
https://avapress.com/vdcdxo0foyt0xk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته