دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 125103
د کډوالو وزیر له UNHCR څخه اروپا ته د تلونکو افغان پناه غوښتونکو له حقونو څخه د دفاع غوښتنه وکړه
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن په یوه ناسته کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د عالي کمیشنر له مرستیال "جورج اکوت " څخه غوښتنه وکړه چې اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو د ستونزو د هواري په برخه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې په مذاکراتو کې فعاله ونډه واخلي ترڅو د دوې له حقونو څخه دفاع وشي .
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د عالي کمیشنر مرستیال د کډوالو او راستنیدونکو چارو له وزیر سره په کتنه کې وویل چې اروپا ته تلونکي افغان پناه غوښتونکي نړیوال خوندیتوب او ملاتړ ته اړتیا لري .
د UNHCR د عالي کمیشنر مرستیال چې له پاکستان څخه کابل ته سفر کړی نن د کډوالو او راستنیدونکو چارو له وزیر سره په خبرو کې وویل ډیر ژر به UNHCR د افغان پناه غوښتونکو د نړیوال خوندیتوب په اړه خپل دریځ او رهنمود روښانه کړي .
په ناسته کې چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه په کابل کې د UNHCR مشرې مایا امراتونګا او د دواړو ادارو یو شمیر نورچارواکو هم ګډون درلود .
د سیمې د هیوادونو د اړیکو پراختیا ، په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسیدنه ، د دوې د داوطلبانه راستنولو او د مجدد ادغام له پروګرام څخه ملاتړ او اروپا ته د تلونکو افغان پناه غوښتونکو د ستونزو د هواري په اړه له افغان چارواکو سره خبرې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د عالي کمیشنر د مرستیال د سفر موخه ده .
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې دغه لوړ پوړی چارواکی وویل اوسنیو شرایطو ته په پام سره په افغانستان کې زمونږ ماموریت ډیر اړین دی نوموړي په راتلونکي کې افغانستان ته د UNHCR د مشر د سفر خبر هم ورکړ .
وروسته بیا د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل چې د کډوالۍ د ستونزو ته رسیدنه د دواړو ادارو ګډ مدیریت ته اړتیا لري .
عالمي بلخي په دغه کتنه کې څرګنده کړه چې په پاکستان کې د افغانانو د را جستریشن ، او د افغان کډوالو د کارتونو د مودې د غځولو په اړه په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته سفر کوي .
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر په دغه ناسته کې غوښتنه وکړه چې اروپاته د تلونکو افغان پناه غوښتونکو د مسئلې په اړه د افغان حکومت او اروپايي ټولنې په مذاکراتو کې د UNHCR د ښکیلتیا غوښتنه وکړه او زیاته یي کړه چې یوازې د اعلامیو په خپرولو باید اکتفا و نه شي .
نوموړي وویل چې UNHCR باید په دې برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي .
په ناسته کې د کډوالو وزیر له دغه وزارت سره په کابل کې د UNHCR د مرستو او همکاریو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د دغې ادارې د همکاریو او مرستو غوښتنه يي وکړه 
https://avapress.com/vdchvmnzx23nizd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته