دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 126040
د هیواد دفاع وزارت او د ملي امنیت ریاست لپاره نوي سرپرستان

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ولسمشرغني په جلا حکمونو کې د دفاع وزارت د ستر درستیز د ارکان رئيس ډګر جنرال عبدالله حبیبي د دفاع وزارت د سرپرست په توګه، او محمد معصوم ستانکزی د ولسمشر د سلاکار او همداراز د ملي امنیت د عمومي رياست د سرپرست په توګه ټاکلي دي.

خو تراوسه نه دي ویل شوي چې عبدالله او ستانکزی به کله د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفی شي.

ستانکزی په داسې حال کې د ملي امنیت سرپرست په توګه پيژندل شوی دی چې څه موده وړاندې د ولسي جرګي څخه د ملي دفاع وزارت لپاره يې د باور رايې تر لاسه نه کړی.

د معصوم ستانکزي لنډه پيژندنه:

ښاغلی معصوم ستانکزی د مرحوم محمود خان ستانکزي زوی په ۱۳۳۷ لمریز کال د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په مغل خيلو کلي کې زیږیدلی دی.

ښاغلی ستانکزی وروسته له هغې چې خپلې لومړنۍ زده کړې یې د محمد آغې ولسوالۍ د ده نو په ښوونځي کې بشپړې کړې د کابل د مخابراتو په ښوونیزې مؤسسې کې شامل او د مایکروویو په څانګه کې یې تر ۱۴ ټولګي پورې زده کړې وکړې.

د مکلفیت دورې له پای ته رسولو وروسته یې د حربي پوهنتون د مخابرې په څانګه کې پوځي زده کړې کړې او ورسره یې د افسرانو په عالي کورس کې د قرارګاه، د حرب اداره او قوماندانۍ درسونه بشپړ کړیدي.

نوموړيپه ۱۳۷۹ لمریز کال کې خپل لومړنۍ ماسټري د مدیریت او ادارې په څانګه کې له پریستون پوهنتون څخه اخیستې او دویمه ماستري یې په ۱۳۸۵ لمریز کال د پایدار (اوږده) پرمختګ د انجنیرۍ په څانګه کې د انګلستان هیواد له کیمبرج پوهنتون څخه ترلاسه کړې .

همدا راز نوموړي د ملي دفاع وزارت د تشکیلاتو او اوپراسیون ریاستونو په چوکاټ، د غنډ د قوماندان او د فرقې د معاون په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړی څه موده د ملي دفاع وزارت کې دسرپرست په توګه دنده ترسره کړې ده.

ښاغلیعبدالله حبیبي لنډه پيژنده:

ښاغلیعبدالله حبیبي د دغلام حبیب زوی په ۱۳۳۱ لمریز کال د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ کې زیږیدلی دی.

نوموړی وروسته د لومړنیو زده کړو ۱۳۴۲ کال کې حربي پوهنتون کې شامل او ۱۳۴۸ فارغ شو.

حبیبي په کال ۱۳۴۸ د حربي پوهنتون د طوپچي پوهنځي زده کړیال شو او ۱۳۵۱ د لیسانس په درجه فارغ شو.

نوموړی په ۱۳۵۵ کال کې د لوړو زده کړو پشپړولو لپاره څه موده بهرته ولاړ، وروسته د لوړو زده کړو د ماستری په درجه نظامي علومو برخه کې په کال ۱۳۵۹ کې بیرته هیواد راستون شو.

نوموړی د حربي پوهنتون استاد، د ۲۸غنډ د قوماندان ۱۷ فرقې،سرحدي او اوپراسیون امر، سرحدي قواوو مرستیال، د سرحدي قوماندانې قواوو لومړی مرسیال، دسرحدي قواوو عمومومي قوماندان، دملی دفاع وزارت د ښونې او روزنې لومړي ریاست، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان او په دې وروستیو کې ملي دفاع وزارت کې د لوى درستيز ريس ارکان، په توګه دنده ترسره کړې ده.


https://avapress.com/vdci5qazut1aru2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته