دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 126041
کریم خلیلي: حکومت دې له خلکو سره له ناوړه چلند څخه لاس واخلي
د پخواني ولسمشر دویم مرستیال محمد کریم خلیلي ملي یوالي حکومت ته خبر داری ورکوي چې له خلکو سره له ناوړه چلند څخه لاس واخلي او د توتاپ پروژې په اړه خپله پریکړه کې بیا کتنه وکړي.

د پخواني ولسمشر دویم مرستیال محمد کریم خلیلي ملي یوالي حکومت ته خبر داری ورکوي چې له خلکو سره له ناوړه چلند څخه لاس واخلي او د توتاپ پروژې په اړه خپله پریکړه کې بیا کتنه وکړي.

د پخواني ولسمشر دویم مرستیال ادعا کوي چې یو شمیر کسان د فیشنر شرکت فشار راوستو په اړه کار کوي، څو د توتاپ پروژه د سالنګ له لارې تایید کړي.

په همدي حال کې زرګونه تنو په بامیانو کې د سالنګ له لارې د توتاپ بریښنا مزيو تیریدو په اړه د حکومت پریکړې په غبرګون کې لاس په لاریون پوري کړ.

د بامیانو اوسیدونکي ټولو په یوه خوله، د ولسمشرۍ ماڼۍ وروستۍ پریکړې، پروړاندې غبرګون ښودلی دی.

د یوې پريکړې په ترڅ کې د سالنګ له لارې د توتاپ د بریښنا لیږد، د پراختیا روحیي او د اساسي قانو خلاف بللی او خبرداری ورکوي چې که چیری د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړي، نوله حکومت سره به يي غوڅه کړي او په پایله کې بامیانو ولایت کې دولتي ادارو دروازې به وتړي.
دې ځای کې خلیلي د توتاپ پروژې د مسیر دبدلون په اړه نیوکه وکړه او ټينګار کوي چې هغه پټ لاسونه به افشا کړي چې کوم فیشنر شرکت باندې د فشار راوړو هڅه کوي، څو دغه شرکت د سالنګ لوري منلو ته اړ کړي.

نوموړی ټینګار کوي چې د سالنګ له لارې پخوانۍ کابینه کې د توتاپ لیږد د تصویب شوی، نوموړی د حکومت له مشرانو غواړي چې خلکو کې د منفي ذهنیت درامنځ ته کولو پرځای دې عدالت غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي، وروستۍ پریکړه کې دې بدلون راولي.

خو حکومت ویلي دي چې توتاپ د سالنګ له لارې لږ لګښت لري، لږ وخت کې يي کارونه پای ته رسیږي، دغه راز يي اعلام کړی که چیری توتاپ د سالنګ له لارې عملي نشي، نو نړیوال بانګ چمتو دی چې ددغې پروژې لګښت ورکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍهم په خبرپاڼه کې ټينګار کړی دی چې په هر صورت به بامیان ولایت بریښنا ولیږدل شي.


https://avapress.com/vdcjxmevvuqe8yz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته