دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 126044
شپږ ترهګر د ولسمشر په امر په دار وځړول شول
ولسمشرۍ ماڼۍ اعلام کړی چې ولسمشر د اساسي قانون د احکامو پربنسټ، د جزا قانون او نور اسلامي او مدني الزاماتو او د ترهګرویزو پیښو د قربیانیانو د کورنیو مکررو غوښتنو ته په پاملرنې، د شپږو تنو د اعدام حکم چې په ملکي وګړو یې جنایتونه تر سره کړي وو، د شپږو بیلابیلو پیښو د عاملینو په توګه دغه حکم یې توشیح کړی دی.

د ولسمشریزې ماڼۍ په خبر پاڼه کې راغلي چې دغه حکم د قیقو څیړنو، د منصفانه بهیر د بشپړیدو او د عادلانه محاکمو وروسته او د افغانستان بشري حقونو الزامیتونو په رڼا کې توشیح شوی دی.

د خبرپاڼې پر اساس، دغه حکم نن( یکشنبه) د هیواد عدلي او قضايي سرچینو له لورې د قوانینو په رڼا کې پلي شوی.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې حکومت د شفاف بهیر د پلي کولو، عدلي او قضايي کړنو ته ژمن او د هغو کسانو مجازاتول چې جنايي او د بې ګناه خلکو پروړاندې ترهګریزې کړنې ترسره کوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې قانون په هغو کسانو پلي کیږي چې د ټولنې امنیت او خوندیتوب ته زیان رسوي.

طالبانو تر دې دمه ددغې پیښې په اړه څه ندي ویلي؛ خو له دې وړاندې خبرداری ورکړی وو چې د اعدام حکم د پلي کولو څخه وروسته به د هیواد عدلي او قضايي اورګانونه تر برید لاندې ونیسي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د دغو کسانو د اعدام انځور نه دی خپور کړی، خو ولسمشر غني د ولسي جرګې په فوق العاده غونډه کې ویلي وو چې په اعدام محکومو کسانو حکم توشیح کوي.

نوموړي د هیواد امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې وه چې د جګړې په ډګر کې د طالبانو څخه د پیښو د قربانیانو غچ واخلي.

ښاغلي غني، القاعده، طالبان، داعش او نورې هغې ډلې چې دهیواد بې ګناه خلک وژني؛ د افغانستان د خلکو دښمنان اعلام کړ.

https://avapress.com/vdcc0eqs02bqix8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته