په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې زموږ وطنپال جنرال، د ۲۰۷نمبر قول اردو قوماندان جنرال محي الدین غوري د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا څخه په دفاع کې د یو رسمي ماموریت پر مهال، هوايي سانحه کې ژوند له لاسه ورکړ.
جنرال غوري، ازمویل شوي نظامي کدراو د هېواد صادق او زړور بچی و چې دښمن سره يې په مخامخ جګړه کې خپله میړانه ښودلې وه.
د جنرال غوري له لاسه ورکول د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان د خلکو لپاره ستره ضایعه ده.
د دغې غمجنې پېښې له امله د هغه کورنۍ، وسلهوالو ځواکونو او ټولو وطنوالو ته تسلیت وایم او د خدای تعالی په دربار کې ورته د فردوس جنت دعا کوم او د پېښې ټپيانو ته بشپړه روغتیا غواړم.