دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۲۳:۲۰
د مطلب کود : 134765
بامیان ولایتونو کې د نهو پروژو د رغونې تړون په ټولګټو وزارت کې له ودانیزو شرکتونو سره لاسلیک شو
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس دخبرله مخي د ټولګټو وزارت د مطبوعاتی دفترنه خبرپاڼې په خپرولو سره د نني ورځ راغلي، د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د لویدیځ لوري د سړک د پروژې رغونې پروژه د ۲۰.۶۵۳ کیلو متره په اوږدوالي او ۲۵۵،۳۲۴،۹۰۹ افغانیو په ارزښت.
خبر پانه زیاتیوي، د پکتیا ولایت له جانیخیلو د بیل خیلو تر سرخي کوتل پورې د سړک رغونې پروژه د ۱۶.۲۵۸ کیلو متره په اوږدوالي او ۱۲۸،۴۵۲،۲۰۰ افغانیو په ارزښت.
سرچنیوزیاته کړي، د دایکنډي ولایت له شهرستان نه تر قوناق کوتل پورې د سړک پروژه د ۱۰ کیلو متره په اوږدوالي او ۲۱۰،۹۹۱،۵۲۵ افغانیو په ارزښت.
په خبرپانه کي زاغي دي، د فاریاب ولایت د میمنې له سر حوض نه د فاریاب تر لولاش سیمې د سړک پروژه د ۸ کیلو متره په اوږدوالي او ۹۹،۵۵۵،۰۰۰ افغانیو په ارزښت. د ټولګتو وزارت خبرپانه که راغلي دي، د بامیان ولایت د جرخرخوشک په سیند د کانکریټي پله رغونه چې ۲۸ متره اوږدوالی لري او ۲۰،۸۱۳،۵۵۰ افغانۍلګښت پرې راځي.
سرچنیو زیاتیوي، د سرپل ولایت د قاضی کنتي د کانکریټي پله رغونه چې ۲۸ متره اوږدوالی لري او ۱۲،۲۸۳،۵۲۰ افغانۍلګښت پرې راځي.
خبرپانه راغلي دي، په سرپل ولایت کې د فرشغان پله رغونه د ۱۸ متره په اوږدوالي او د ۱۳،۲۹۴،۸۲۰ افغانیو په ارزښت.
د سرچنیو په باور، د بامیان ولایت، پنجاب ولسوالۍ د دهن غرغري پله رغونه چې ۱۵ متره اوږدوالی لري او ۷،۸۰۱،۰۴۳ افغانۍلګښت پرې راځي.
په خبرپانه کي راغلي دي، د بامیان ولایت، پنجاب ولسوالۍ د دهن تګاب برګ پله رغونه چې ۱۵ متره اوږدوالی لري او ۷،۸۰۱،۰۴۳ افغانۍلګښت پرې راځي.
ویلګږي، دغه پروژې په ټوله کې ۵۴.۹۱۱ کیلو متره سړک دئ چې ۲۰.۶۵۳ کیلومتره یې ډمبر او ۳۴.۲۵۸ کیلو متره یې جغلي ده او ۶۸۵،۳۲۳،۶۳۴ افغانۍ لګښت پرې راځي او دغه راز ۱۰۹ متره پلونه د ۶۲،۶۵۷،۵۶۸ افغانیو په ټول لګښت چې د ټولو بودجه د افغانستان حکومت او د نړیوال بانک او جاپان هیواد له مرستو ورکول کیږي.
د ټولګټو وزیر محمود بلیغ د پروژو د ځانګړتیاوو له یادولو سره سره په اقتصادي پرمختګ او د سیمو اوسیدونکو ته د آسانتیاوؤ په برابرولو ټینګار وکړ او له تړون کوونکو شرکتونو یې غوښتنه وکړه چې د دغو پروژو چارې په ټاکل شوي وخت او هغو سټنډرډونو چې په شرطپاڼه کې یاد شوي بشپړې کړي.
خبرپانه زیاتیوی، د شرکتو په استازولۍ د یو ودانیز شرکنت رییس خبرې وکړې او له ټولګټو وزارت نه د مننې تر څنګ یې ژمنه وکړه چې یادې پروژې به په ټاکلې موده کې لبه تړون سره سمې بشپړې کړي.
https://avapress.com/vdcb0ab8srhbfzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته