دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۱
د مطلب کود : 136532
په کندوز کې طالبان له خلکو د مصرف شوې برښنا پیسې ټولوي
له درې ورځو راهیسې طالبان په کندوز کې له خلکو څخه د مصرف شوې برښنا پیسې ټولوي.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبرګزاری له مخی : طالبان په هغو سیمو کې، چې امنیتي ځواکونه یې په شا تمبولي او حاکمیت لري؛ اوس یې لستوڼي بډ وهلي، چې د برښنا بیلونه په خپله ټول کړي او په دې توګه د راتلونکي کال جګړې ته تیاری ونیسي.

د کندوز برښنا شرکت رییس حمیدالله وایي، په دې ولایت کې دري شپیته زره کورنۍ د برښنا له نعمت برخمنې دي او طالبان د برښنا پر درې دېرش زره پېریدونکیو کنترول لري او اوس له دې کسانو پیسې ټولوي.

د همدې اوونۍ له یکشنبې ورځې راهیسې طالبانو د وارداتي برښنا مزي د حضرت سلطان په سیمه کې پرې کړي، چې د تاجکستان برښنا سمنګان، پلخمري او مزارشریف ښارونو ته لیږدوي. په داسې حال کې، چې امنیتي ځواکونه د پوځي مرکزونو د جوړولو هڅې کوي.

د کندوز ولایت په حضرت سلطان سیمه کې طالبانو د برښنا مزي پرې کړي او خبرداری یې ورکړی، چې که د امنیتي ځواکونو لخوا په سیمه کې د پوځي مرکزونو د جوړیدو هڅې دوام وکړي، دوی به کابل ته د تاجکستان د وارداتي برښنا مزي هم پرې کړي.

په کندوز کې میشت زرګونه سرتېري په دفاعي حالت کې دي او تر اوسه له دغو سیمو د وسلوالو د شړلو عملیات نه دي پیل شوي.

امنیتي ځواکونه د چورلکو لخوا په څو توغول شویو توغندیو بسنه کوي.

کندوز د افغانستان هغه ښار دی، چې تېر کال او سږ کال دوه ځله د وسلوالو طالبانو لاسونو ته ولوید او اوس هم په دې ولایت کې طالبان پراخ حضور لري، چې د ولایتي شورا د غړیو او کندز ښاریانو په وینا، دغه حالت ورته د اندېښنې وړ دی.
https://avapress.com/vdcfmvdy0w6dmta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته