دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 138872
د برښنایي تذکرو په تړاو به وروستۍ پرېکړه ملي شورا کوي
د برښنایي تذکرو د وېش بندښت له دوه کلن ځنډ وروسته مات شو او ولسمشر د وګړیو د ثبت او احوال قانون د شپږمې مادې په تعدیل د برښنایي تذکرو وېش ته لار اواره کړه.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، د دغه تعدیل له مخې ټولو وګړیو ته په برښنایي تذکرو کې د ملیت تر څنګ ملت یعنې د افغان کلمه لیکل کیږي؛ خو په دې اړه وروستۍ پرېکړه ولسي جرګې ته سپارل شوې. ولسي جرګه به د ولسمشر پر دې تعدیل یوه میاشت وروسته بحث وکړي او معلومه به شي، چې هغوی دا تعدیل مني او که نه؟
د نوموړي په وینا؛اوس قانون نافذ دی او د تذکرې اداره کولی شي د وېش بهیر پیل کړي.
اوس هم یو شمې خلک په برښنایي تذکرو کې د افغان کلمې له لیکلو سره مخالف دي او په ټولنیزو شبکو کې یې حتا لیکلي، چې زه افغان نه یم او تحمیلي هویت نه غواړم. په داسې حال کې ، چې په اساسي قانون کې ټولو هغو خلکو ته د افغان کلمه کارول شوې، چې په افغانستان کې ژوند کوي.
د ولسي جرګې غړی نذیر احمد احمدزی هم وایي، چې اوس د ولسمشر پرېکړه نافذه ده. که اړتیا پیدا شوه ولسي جرګه به پرې خبرې وکړي.
مخکې له دې ملي شورا او ولسمشر د وګړیو د ثبت او احوال قانون له تصویب او توشیح سره منلې وه، چې په برښنایي تذکرو کې به ملیت نه لیکل کیږي؛ خو ولسمشر بله پرېکړه وکړه او د افغان کلمه یې ملت ته ځانګړې کړه او ملیت لیکل یې هم ومنل؛ خو که اوس هم د هغه پرېکړه له مخالفتونو سره مخ شي، په افغانستان کې به ملي بهیرونو ته څه زیان ورسوي؟
د افغانستان د نوې ملي چبهې رییس انورالحق احدي وایي، دې ستونزې افغانستان ته دوه کاله زیان رسولی دی. که بیا په کې ستونزه ولیدل شي؛ ستونزې به رامنځته شي او ټاکنو ته به زیان ورسیږي.
د برښنایي تذکرو د وېش ادارې په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي؛ خو ځینو خلکو په برښنایي تذکرو کې د ملیت تر څنګ د ملت کلمې له لیکلو سره مخالفت څرګند کړی دی.
برښنایي تذکرې د امنیت د تامین، د رڼو ټاکنو، ښه حکومت او د نفوسو د معلومولو لپاره غوره لار ګڼل کیږي.
https://avapress.com/vdcefv8zwjh8xvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته