دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 139265
زیرکوه د طالبانو تر کنترول لاندی دی
د هرات ولایت د شیندند ولسوال نن په خبری ناسته کی ادعا وکړه چی د شیندند ولسوالۍ د زیرکوه منطقه د طالبانو په تصرف کی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی: حکمت الله حکمت د شیندند ولسوال چی د خبرنګارانو په حضور کی خبری کولی، پردی باندی په ټینګار سره چی د زیرکوه منطقه د طالبانو په لاس کی دی وویل چی په دی منطقه کی هیڅ امنیتی پوسته د دولت له لوری شتون نه لری.
هغه همدارنګه وویل چی د پشت کوه منطقی ځینی برخی هم ناامنه دی او هیڅ امنیتی پوسته په کی شتون نه لری خو مخالفین په هغه کی پراخ حضور لری.
د هغه په وینا، هغوی ډیر ځلی دا مسئله د مربوطه ادارو سره په کتبی ډول سره شریک کړی دی.
د شیندند ولسوالی همدارنګه وویل چی د دولت مخالف مسلح ډلی دری نظامی پوستی د زیرکوه په منطقه کی لری او په دی لټه کی دی چی ډیر پوستی د زاول په منطقه کی رامنځته کړی.
د حکمت الله حکمت د خبرو په اساس، په حاضر حال کی ۱۸ د دولت مخالف مسلح ډلی په شیندند کی فعالیت لری.
له بل لوری هم د هرات والی ویاند وایی چی د هرات ولایت ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه پوری د طالبانو په لاس کی دی.
جیلانی فرهاد زیاده کړه چی محلی اداره هیله مند دی ترڅو د شیندند په تقسیمولو سره پر څو ولسوالۍ باندی، ددی منطقی امنیتی وضعیت به ښه کړی.
شیندند د هرات د ناامنو ولسوالیو څخه دی چی ډیر د دولت مخالف مسلح ډلی پکی ځانته ځای ورکړی دی.
په حاضر حال کی د ۴۰۰ طالبو څخه ډیر د شیندند د زیرکوه په منطقه کی په فعالیت بوخت دی.
https://avapress.com/vdcb09b8srhbf5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته