دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۱
د مطلب کود : 153840
د طالبانو نظامی مسوول د هرات ګلران ولسوالی کی وژل سوی دی
تیره شپه د ګلران امنیه ولسوالی قوماندان پرسنل کمین په نتیجه کی ددی ولوسالی قریه بیدک دوراهی په سیمه کی، قاری نجیب د طالبانو نظامی مسوول د ګلران په ولسوالی کی خپل یو تن سره وژل سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالاحد ولی زاده، د هرات پولیس ویاند وویل: ددی کسانو څخه، بیلابیل اسلحی چی عبارت دی؛ یو توپ ۸۲ میلی متری د ۵ مرمیو سره، یو میل راکت آر پی جی ۷ د ۱۰ مرمیو سره، ۶۰۰ پیکا مرمی، یو میل توپچه، دوه وسایلو ضد ماینونه، دوه میل کلاشینکوف او یو سراچه موتر امنیتی ځواکونو لاسته وراغلی دی. قاری نجیب همدارنګه د ماینونو جوړولو او ورڅخه ګټه اخیستنه کی هم خاص مهارت درلود.
https://avapress.com/vdcgtw9qzak9n74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته