دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 142200
په افغانستان کې د نشه‎يي توکو تولید ۴۳ سلنه زیاتوالی موندلی
د سیګر د رپوت موندنې ښيي چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې په افغانستان کې د نشه‎يي توکو تولید ۴۳ سلنه زیاتوالی موندلی او په تېرو لسو کلونو کې د کوکنارو د کروندو له منځه‎ وړل ټیټې کچې ته رسېدلي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د سیګر د رپوټ پر بنسټ،د دې سربېره چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د نشه‎يي توکو د مبارزې په کار کې ۸،۵ مېلیونه ډالره لګولي دي، خو په دغه هېواد د نشه‎يي توکو تولید په بې‎مخینې توګه د زیاتوالي په حال کې دی.
د سیګر په وینا، د امنیتي وضعیت خرابوالی او همدارنګه له نشه‎يي توکو سره د مبارزې په وزارت کې د سیاسي ارادې نشتوالی د دې لامل شوی ترڅو په دغه هېواد کې د نشه‎يي توکي زیات شي.
له نشه‎يي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې دفتر،اټکل کړی چې د نشه‎يي توکو ناخالص ارزښت ۱ اعشاریه ۵۶ مېلیارده ډالره ده چې د هغه انډول کابو ۷،۴ سلنه یې د افغانستان له ناخالصو کورنیو تولیداتو څخه دي.
په دې وروستیو کې د نوموړي دفتر سروې ښيي چې د کوکنارو کښت ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي او کابو ۲۰۱ زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوې دي.
په رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان سوېلي سیمې چې هلمند، کندهار، ارزګان، زابل او دایکندي هغه ولایتونو ته دي چې د کوکنارو د کښت ۵۹ سلنه جوړوي.
په رپوټ کې راغلي:«د امنیتي وضعیت خرابېدل،له نشه‎يي توکو سره مبارزې په وزارت کې د سیاسي ارادې نشتوالی او بې اغېزې مدیریت له هغو لاملونو څخه دي چې په ۲۰۱۶ کال کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو پایلې کمې پاتې شي.»
په رپوټ کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې د نشه‎يي توکو صنعت تل له فساد او درغلۍ سره مل دی او د ناقانونه عاید لپاره یوه ستره سرچینه ده او همدارنګه راغلي دي چې تریاک د طالبانو ۶۰ سنله بودیجه جوړوي.
https://avapress.com/vdce7w8z7jh8ewi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته