دخپریدو نیټه :شنبه ۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 256026
قرغزستان په افغانستان کې د ثبات په رامنځته کولو ټینګار وکړ
د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د غونډې په رانږدي کېدو سره د قرغزستان ولسمشر د افغانستان وضعیت د اټکل وړ ونه باله او په هېواد کې یې د ثبات د ټینګښت لپاره د منځنۍ اسیا د هېوادونو د همغږي اقدام غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د قرغزستان ولسمشر صادق جباروف پرون وویل چې د افغانستان وضعیت لا هم د اټکل وړ نه دی او باید د ثبات لپاره یې هڅې ګړندۍ شی.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې د شانګهای د همکارۍ سازمان د هېوادونو غونډه چې قرغزستان هم غړیتوب لري د افغانستان په اړه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړېږي.
 
ویل کیږي چې په دې غونډه کې اسلامي امارت ته بلنه ورکړل شوې او پر نورو مسایلو به د افغانستان په اړه خبرې وشي.
 
https://avapress.com/vdcgx39x3ak9nz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته