د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبر له مخی، د لوګر والي د رسنیو دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې د علماو شورا مرستیال، مولوي عبدالغفور د دو شنبه په ورځ سهار وختي د ناپېژاندو وسلهوالو لخوا په نښه شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
سرچنیو زیاتیوی، چې په جومات کې د دیني علماوو وژل وحشت دی او له ټولو انساني او اسلامي قوانینو سره په تکر کې عمل دی.
راپورونه وایی، چې نوموړی هغهمهال د لوګر ولایت په کلانګار ولسوالۍ کې وژل شوی چې سهار وختي د کوره د جومات پر لور روان وه.
خو تر اوسه د یاد پيښه کومې ډلی مسوولت نه دي منلي.