د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی،
سلګونه کسانو پرون جمعه (د غبرګولي ۱۲) په کال کې د ملي وحدت حکومت د بې کفایتۍ او بې تفاوتۍ په وړاندې د اعتراض غږ پورته کړ.
دغه لاریون پرون اته بجې د زنبق له څلورلاري پیل او ډېر ژر د ښار نورو برخو ته وغزیده؛ خو پولیسو ښار ته د دننه کیدو ټولې لارې وتړلې او لاریون پر تاوتریخوالي واوښت.
ویل کیږي، چې په دې لاریون کې درې عام وګړي هم وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان دي.
اعتراض کوونکي د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د ګوښه کیدو غوښتونکي شوي دي.
دوی هڅه کوله، چې ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست ته وردننه شي؛ خو پولیسو د لاریونکوونکيو مخه ونیوله؛ پر هوایي ډزو، اوبو لیکو او ګاز یې له سیمې لیرې او ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست ته یې د وردننه کیدو خنډ شول.
دغه لاریون د تېرې چارشنبې د خونړۍ پېښې په غبرګون کې، چې په کې د ځینو سرچینو په وینا ۱۸۲ کسه وژل شوي او ۴۷۰ نور ټپیان دي د مدني فعالانو، کابل ښاریانو او سیاسي ډلو او ګوندونو له لوري پیل شوی دی.