دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۲
د مطلب کود : 144223
کریم خلیلي د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس ټاکل شوی
د راپورنو له مخې، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر او د سولې د عالي شورا مرستیال محمد کریم خلیلي د دغه شورا د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

د راپورنو له مخې، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر او د سولې د عالي شورا مرستیال محمد کریم خلیلي د دغه شورا د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

د ارګ ماڼی یو ویاند شاه حسین مرتضوي د سولې عالي شورا رئیس په توګه د د ښاغلي کریمي ټاکل تايید کړ.

هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې به ډېر ژر د ولسمشر حکم له رسنیو سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جهادي مشر پیر سید احمد ګیلاني تر مړينې وروسته دې شورا له څو میاشتو را په دې خوا مشر نه درلود.

ښاغلی خلیلي داسې مهال د سولې د عالي شورا مشر ټاکل کېږي چې نن به کابل د افغانستان د سولې په تړاو یوې مهمې ناستې کوربه وي.

په پام کې ده چې په دغه ناسته کې د څو هېوادونو استازي ګډون وکړي.

افغان چارواکي وایي، د کابل پروسې د ناستې موخه، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع رامنځته کول او او په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره د عمومي تګلارې پیدا کول دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcb5ab8frhba5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته