دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 145445
امریکایی قانون ایښوونکی: پاکستان د تروریزم ملاتړکوونکی دی
د دهشت او ترور ټولی لاری پر پاکستان باندی ختمیږی او دهشت منځته راوړونکی ډلی لکه حقانی شبکه، طالبان، طیبه ډله او نور ډلی چی په سیمه بالخصوص په افغانستان او هند کی بریدونه ترسره کوی، په پاکستان کی مستقر دی او د هغه هیواد له لوری مالی او استخباراتی او زده کړیز او تجهیزاتی ملاتړ یی کیږی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، نیودور پو، د امریکا کانګرس نمایندګانو مجلس جمهوریخواه غړۍ، ددی سختو نیوکو ترڅنګ ویلی دی چی د پاکستان ځواک د دهشت منځته راوړونکو سره په ټوله نړۍ کی همکاره دی او د هغه په وینا پاکستان د ټولو دهشت منځته راوړونکو ډلو سره چی په افغانستان کی فعالیت لری، اړیکه لری.
د افغانستان ولسمشر ویلی دی چی په حاضر حال کی د ۲۰ څخه ډیر دهشت منځته راوړونکی ډلی په هیواد کی فعالیت لری.
افغان چارواکی هر وخت پاکستان تورن کړی دی چی د دهشت منځته راوړونکو ترمنځ توپیر کوی او هغوی په ښه دهشت منځته راوړونکو او بد دهشت منځته راوړونکو باندی سره بیلوی.
پاکستان د دهشت منځته راوړونکو ډلو سره ملاتړ او اړیکه په شدت سره ردوی.
پاکستانی چارواکی هر وخت ټینګار کړی دی چی دا هیواد خپله د دهشت منځته راوړونکو قربانی دی.
ښاغلی پونیز د پاکستان قبایلی سیمو کی د هغه هیواد نظامی عملیاتونو ته په اشاره سره ټینګار کوی چی د پاکستان نظامیانو له لوری یواځی هغه دهشت منځته راوړونکی له منځه وړل کیږی چی د پاکستان پر ضد باندی عمل کوی.
د امریکا نمایندګانو مجلس دا جمهوریخواه غړۍ همدارنګه ویلی دی چی پاکستان از امریکا مساعدت څخه د تروریزم په وړاندی مبارزی لپاره برخمن سوی خو په بدله کی یی امریکایانو ته دروغ ویلی او د هغه کار حاصل غواړی چی هیڅ یی نه دی ترسره کړی.
امریکا د تیرو ۱۶ کالو راهیسی په لسګونو میلیارده دالره و پاکستان ته ورکړی دی ترڅو د دهشت منځته راوړونکو سره مبارزه وکړی.
تیودور پو د امریکا کانګرس نمایندګانو مجلس څخه غوښتی دی چی د آمریکا مالی مساعدتونه پاکستان ته بند سی او لکه څنګه چی د پاکستان ماهیت دی، باید د تروریزم ملاتړ هیواد وبلل سی او ددی وروسته د ایالات متحده یو متحد ونه بلل سی.
https://avapress.com/vdci5wazwt1a552.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته