دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 148506
میرزا اولنګ کې د داعش او طالبانو له خوا د ملکیانو قتل عام په اړه د یوناما نوې راپور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي یا یوناما په شمال سرپل ولایت کې د صیاد ولسوالی اړوند په میرزا اولنګ سیمه کې د وسله والو طالبانو او داعش پلویانو له خوا د ملکي وګړو د قتل عام پیښه تائید کړه.

د یوناما له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د اګیسټ له درېیمې تر پنځمې ڼیتې پورې په میرزا اولنګ کې د طالبانو او داعشیانو له خوا ۳۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په میرزا اولنګ کې اکثراً ملکي وګړي د اګیسټ په پنځمې نیټه کې وژل شوي چې پکې اکثراً ناړینه او ملیشې شامل ول او ګڼ شمېر ښځې او ماشومان وروسته له هغه ووژل شول کله چې دوی له سیمې څخه د تیښتې هڅه کوله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي خاص استازې تاداماچي یاموموتو په میرزا اولنګ کې د ملکیانو د قتل پیښه په سختو ټکو وغندل او د هغو کسانو پر محاکمه ټینګار وکړ چې په دغه پیښه کې ښکیل دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې د طالبانو او د داعش پلویانو په ګډون تر اوسه د یوناما د نوې راپور په اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyoevmuqexiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته