دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۲۷
د مطلب کود : 149431
د غور اوسیدونکی ددی ولایت ملی امنیت رئیس د برکناره کیدو غوښتونکی دی
نن سهار د غور ولایت په سلهاوو اوسیدونکی د ولایتی شورا غړیو، دینی علماوو او ددی ولایت ځوانانو په شمول د محمد کوهنورد د غور ملی امنیت مشر په وړاندی لاس په لاریون وهلی او د دولت څخه د هغه برکناره کیدو غوښتونکی سوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا لاریون د ولایتی شورا د ساختمان څخه شروع او د فیروز کوه ښار چوک پوری ادامه درلود، لاریون کوونکی په دی شعار سره چی موږ کوهنورد نه غواړو او کوهنورد باید غور پریږدی، شعار ورکولی.

لاریون کوونکی دا ادعا وکړ چی ملی امنیت مشر یو باج ګیر او دسیسه ګر او نفاق اچوونکی کس دی.

هغوی ښاغلی کوهنورد په بی کفایتی باندی تورن کړ.

هغوس د معارف رئیس نیونه د ملی امنیت له لوری یو دسیسه بللی او ټینګار وکړ چی د ښاغلی کوهنورد د نه برکناره کیدو په صورت کی، خپل لاریون ته به ادامه ورکړو.

بصیر احمد قادری د غور ولایتی شورا معاون وایی چی که یو دولتی مامور یو جرم ترسره کوی او نیول کیږی، باید ولایت او څارنوالی مقام په جریان کی کښیښودل سی.

هغه وایی چی د معارف مشر نیونه غیری قانونی وو او هغه باندی د اختلاس تور صحت نه لری.

د ښاغلی قادری په وینا، توزیع سوی مبلغ د معارف وزیر په امر توزیع سوی او اسناد هم شته.

هغوی یو قطعنامه هم خپور کړی دی او هشدار یی ورکړی دی چی د مرکزی دولت توجه نه کولو په صورت کی به، لوی مدنی حرکتونو ته به اقدام وکړی.

په همدی حال کی عبدالحی خطیبی د غور والی ویاند ویلی چی ملی امنیت مشر د سمیه ایز اداری هماهنګی نه بغیر د ښاغلی مبارز نیونی باندی اقدام کړی دی.

ددی حرکت سره په نورو څلور ولسوالیو کی هم خلګ لاریون کړی دی او د غور معارف مشر آزادیدو غوښتونکی سوی دی.

ملی امنیت ریاست دوه ورځی مخکی په غور کی خلیل احمد مبارز د معارف مشر ملی امنیت اداره ته غوښتی وو او وروسته همهلته هغه نیولی دی.

https://avapress.com/vdchxwnzz23nkkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته